رویا رحماني: امریکا کې د افغانستان د بریاوو د حفظ تفاهم شته

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیرې میرمن رویا رحماني امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي په امریکا کې مجموعي تفاهم دادی چې افغانستان بیرته پخواني حالت ته ستون نشي.

میرمن رحماني زیاته کړه، امریکا او نور متحدین یي په افغانستان کې دایمي امن او پرمختګ غواړي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دوو ګوندونو ته په اشارې وویل، هر ګوند ممکن ځانته بهرنۍ تګلاره ولري، خو کلي نظر دادی چې په افغانستان کې سوله باید ټینګه شي او هغه هیواد داسې یو حالت ته ستون نشي چې له دوه زره و یو کال مخکې موده کې نړۍ ته یې خطر متوجه کاوه.

یرمن رحماني د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه وویل، د بین الافغاني خبرو لپاره مذاکراتي ټیم جوړ شوی او دا ټیم به د اساسي قانون، جمهوري نظام او د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو دفاع وکړي.

د افغانستان حکومت وایي د سولې مذاکراتي ټیم به د طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغانستان د ټول ولس استازیتوب وکړي.

آغلې سفیره د دې ځانګړې مرکې په پیل کې د سفارت اړوند په یو ودانیز قرارداد کې د درغلیو د ادعاؤ په اړه غږیدلې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د سفیرې رویا رحماني مرکه