د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په افغانستان کې پر رسنیو باندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو زیاتیدو ته په کتنې ددغې ډلې د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتي، چې په دغه هیواد کې دې معلوماتو ته د لاس رسي د حق ځپلو پر وړاندې اقدامات پای ته ورسوي.
دغه سازمان د جمعې د ورځې ناوخته د نومبر۱۵(لړم ۲۵) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د خوست په ولایت کې په تیرو دوو اونیو کې د موسیقۍ او د ښځو د غږ د خپریدو له امله د درې سیمه ییزو راډیوي خپرونو بندیدو یادونه کړې او ویلي دي چې ددغو دریو راډیوي خپرونو څخه دوه یې په مشروط ډول بیرته فعالیت پیل کړی دی.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان په دې اعلامیه کې ویلي: "د لونګ شخصي راډیو سټیشن د نومبر د میاشتې د شپږمې ورځې راهیسې مهرولاک شوی. د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې دا سټیشن د دغه ولایت د امربالمعروف د ولایتي چارواکو د ظالمانه ځپوونکو پالیسو هدف ګرځیدلی او پرې د نویو امرونو څخه د سرغړونې تور لګیدلی دی".
دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۶ (لړم پنځم) باندې د خوست په ولایت کې سیمه ییزو رسنیو باندې د خپرونو په محتوا کې د موزیک خپریدو بندیز لګول شوی وو. ددې دمخه سیمه ییزو چارواکو د همدې کال د فبرورۍ په میاشت کې په رسنیو کې د ښځو پر غږ باندې له وړاندې بندیز لګولی وو.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې د لونګ راډیو د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې راهیسې عامو وګړو په ځانګړي ډول هغو ځوانو نجونو ته، چې د منځنۍ او ثانوي دورو په ښوونځیو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو له دوام محرومې شوي د هغوی د زده کړو په تړاو د راډیوي پروګرامونه هم برابرول.
طالبانو د خوست سیمه ییزې ادارې د دغې راډیوي خپرونې د بندیدو دمخه په دغه ولایت کې د ژمن په نوم یوه بله راډیو هم تړلې وه .
ار ایس ایف ویلي چې دغه راډیو هم د موسیقۍ د خپرولو د بندیز څخه د سرغړونې له امله تړل شوې وه، چې د نومبر په ۱۱ ( لړم ۲۱) وروسته له هغه ورته د بیرته فعالیت اجازه ورکړل شوه چې د راډیو چارواکو طالبانو ته د نوو مقراراتو د مراعاتولو په برخه کې یې تعهد ورکړ.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي، چې د خوست په ولایت کې د غرښت سیمه ییزې راډیو سره چې د اکتوبر ۳۱ (لړم لسم) باندې د بندیدو درې ورځې وروسته د خپرونو د بیرته پیلیدو لپاره هم همدا کار وشو او په دې شرط ورته بیا د خپرونو د پیلیدو اجازه ورکړل شوه چې بیا به موسیقي نه خپروي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې میرمن سیلیا میرسیر ویلي: "د افغان رسنیو ځپل ټول خپلواک غږونه چپ کوي او هیواد په داسې یوه چپوتیا کې چې په ویره کې یې روزل شوې غورځوي . خوست کې د هغوی [طالبانو] د راډیو سټیشنونو ځپل د اندیښنې نښه ده چې له مخې یې پر رسنیو باندې پلې شوې ایډلوژي مخ په سختیدو ده".
میرمن میرسیر پر طالبانو باندې غږ کړی چې سمدستي دې د لونګ راډیو سټیشن بیرته پرانیځي او هم دې د راډیوي سټیشنونونو د بندولو لړۍ ودروي او معلوماتو ته د لاس رسي حق ته دې درناوې وکړي او په کار دي چې راډیوي خپرونې پر ازاد ډول خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د خوست په ولایت کې په "اخلاقي" بنیادونو د رسنیو ځپل سخت شوي دي او ددې دمخه د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې هم په دغه ولایت کې د ناز راډیو خبریال اسمعیل سادات، د اقرا راډیو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو خبریال احسان الله تسل د څو ورځو لپاره طالبانو په دې تور چې په راډیوي خپرونو کې یې موسیقي خپره کړې او په خپرونو کې یې د ښځینه اوریدونکو ټیلیفوني اړیکې ځواب کړي بندیان کړي وو.
د امربالمعروف قانون
طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول پر افغان خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه زیات کړي دي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د راپونونو له مخې د روان کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته پر رسنیو باندې محدودیتونه نور هم زیات شوي او په یو شمیر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو او تصویرونو پر اخیستلو باندې هم بندیز لګیدلی دی، چې له امله یې لږ ترلږه په پنځه ولایتونو کې تلویزیوني خپرونې هم بندې شوي دي.
همدا تیره اونۍ د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د ننګرهار په ولایت کې خبریالان او رسنۍ د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د اخیستلو او خپرولو څخه منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د نومبر۱۳(لړم۲۳) په یوه اعلامیه کې ویلي: "په دغه حکم کې، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم کتلی، په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د دولتي ادارو رئیسانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې د مولوي هبت الله اخندزاده د حکم او د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ د ساه لرونکي انځورونو اخیستل او خپرول منع دي، چې د دغه فرمان د بشپړ پلي کولو په موخه نن (د لړم ۲۲مه) په یاد ولایت کې ... ناسته وشوه".
دغه مرکز په افغانستان کې د محدودیتونو د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د رسنیو پر کاري بهیر او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې یې د ناوړو پایلو خبرداری ورکړی دی.
ننګرهار پنځم ولایت دی چې په رسمي ډول د ساه لرونکي انځورونو پر اخیستلو، خپرولو او ویډیويي مرکو بندیز لګوي.
دمخه ورته پریکړې په کندهار، هلمند، تخار او د بادغیس په ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو له خوا شوې وې.
ددغو پریکړو په پایله کې پر سیمه ییزو چارواکو، رسنیو او خبریالانو د نویو بندیزونو سربېره په دغو ولایتونو کې دولتي او خصوصي تلویزیونونه هم تړل شوي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري پر خبریالانو او رسنیو هم په کې بندیزونه لګول شوي دي.
ددې قانون په ۱۷ ماده کې محتسب (د امر بالمعروف وزارت اجرائیه ځواک) ته دنده سپارل شوې ترڅو د رسنیو په پروګرامونو کې د هغو موادو د خپرېدو مخه ونیسي چې ساه لرونکي انځورونه په کې وي.
دا قانون د ملګرو ملتونو، نړیوالې َټولنې او د بشري حقونو د نړثیوالو بنسټونو له خوا په کلکه غندل شوی او د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې هرڅومره ژر چې کیږي دا قانون دې لغوه کړي.
خو د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست ویلي چې دا قانون د طالبانو د حکومت سره کرښه ده او دا وزارت یې پلي کیدو ته ژمن دی. ددغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي چې دا قانون به په تدریجي ډول په ټولو ولایتونو کې پلی شي.