ملګري ملتونه د رسنیو د آزادۍ نقضوونکي دولتونه تعقیبوي - آر.اس.اف

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د هغو هېوادونو په اړه چې د رسنیو آزادي یې تر پښو لاندې کړې د قانوني تعقیب لاندې د راوستلو لپاره ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې په نړۍ کې د کروناویروس ناروغۍ له پراختیا سره د رسنیو د آزادۍ نقضوونکي هېوادونه د انسانانو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي.

بې‌پولې خبریالانو د اپریل په ۱۲مه ملګرو ملتونو ته د شکایت کولو پر مهال د دغه سازمان له ځانګړو خبریالانو څخه غوښتي: "هغه دولتونه چې د کروناویروس د پراخېدو په پلمه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق نقضوي او په دې توګه په خپله خاوره یا د نړۍ په نورو سیمو کې د افرادو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي محکوم کړي او تر تعقیب لاندې یې راولي".

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړۍ به ۳۸ هېوادونو کې یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او په خپلسري توګه د هغوی د نیولو، د اطلاعاتو د سانسور او د اندېښنې وړ قوانینو جوړولو په اړه یې د تورونو یو لیست تیار کړی دی.

د تورونو په دې لیست کې له خبریالانو سره د امریکا او برازیل د جمهور رئیسانو د سپکاوي او تریخوالي چلند، په اردن، الجزایر او زیمبابوی کې د خبریالانو نیولو، په مجارستان کې پر اطلاعاتو د پولیسي دولت حاکمیت، د کامبوج د لومړي وزیر له خوا د کروناویروس ناروغۍ له مسلې څخه ګټې اخیستنې او په چین کې د خبریالانو ځپلو ته اشاره شوې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان دغه راز په زیات شمیر هېوادونو په ځانګړي ډول ترکیې، سعودي عربستان او ایران کې د زنداني خبریالانو د زیانمنېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو له ځانګړو خبریالانو څخه غوښتي چې: "دغو هېوادونو ته د خبرداري ورکولو له پړاو څخه واوړئ او په بیړني ډول له هغو هېوادونو سره چې د رسنیو د آزادۍ په نقضولو سره د خلکو روغتیا ته زیان رسوي عملي اقدام وکړئ. دا بیړني اقدامات باید څرګند وي لکه د زنداني خبریالانو خوشې کول".

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ملګرو ملتونو ته دا شکایت په داسې حال کې کړی دی چې تیره ورځ ملګرو ملتونو د کروناویروس په اړه په پراخه توګه د غلطو اطلاعاتو پر نشرولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغې ناروغۍ په اړه ناسم اطلاعات د خلکو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي په داسې حال کې چې نړۍ د دویمې نړیوالې جګړې راپدیخوا تر ټولو ننګوونکي بحران (کروناویروس) سره په مبارزه بوخته ده، په عین وخت کې د دغې ناروغۍ په اړه د غلطو اطلاعاتو د ورکولو خطرناکې ناروغۍ هم د وبا په توګه سر راپورته کړی دی.

هغه د ټولنیزو رسنیو له شرکتونو څخه غوښتي چې د کویډ -۱۹ په اړه د کرکې او مُضرو ادعاو د لرې کولو په برخه کې خپل اقدامات زیات کړي.