روبیو وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به 'سولې' او 'امنیت' ته لومړیتوب ورکوي

د امریکا سناتور مارکو روبیو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی.

د امریکا د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو چې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته غوره شوی، د متحده ایالاتو پر داسې یوې بهرنۍ تګلارې ټینګار کړې چې پکې په نړۍ کې سولې او په متحده ایالاتو کې امنیت او سوکالۍ ته لومړیتوب ورکول کیږي.

روبیو چهارشنبې جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۶) د تائید لپاره د متحده ایالاتو د سنا مجلس ته حاضر شو او ویې ویل چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ ټاکنه د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د امریکایانو انتخاب منعکس کوي. هغه زیاته کړه: "هغوی یوه پیاوړې امریکا غواړي چې په نړۍ کې ښکیله وي او د داسې یوې روښانه تګلارې له مخې چې په بهر کې سوله، او په کور دننه امنیت او سوکالي وي."

دغه ۵۳ کلن جمهوري غوښتونکي سناتور ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به امریکا ته لومړیتوب ورکړي. هغه وویل: "زموږ ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو معنی انزوا نه ده بلکې دا عامه درک دی چې زموږ بهرنۍ پالیسي زموږ په ملي ګټو متمرکزه وي."

روبیو د امریکا د بهرنۍ تګلارې په وړاندې د پرتو ننګونو سره د خپلې راتلونکې مبارزې پر څرنګوالې باندې خبرې وکړې په داسې وضعیت کې چې امریکا غواړي د حکومت لګښتونه کم کړي. هغه وویل د هر ډالر د لګولو او هرې تګلارې د پلي کولو پر وخت به دې ته پام کوي چې د امریکا ثبات، پیاوړتیا او سوکالۍ ته څه ګټه رسوي.

د غزې راتلونکی

په کانګرس کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته د مارکو روبیو د تائید کېدو لپاره د غونډې په ترڅ کې خبر خپرو شو چې اسرائیل او حماس د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب د سولې هوکړه کړې ده.

روبیو ددغه هوکړې ملاتړ وکړ. هغه وویل اسرائیل له ځان څخه د دفاع حق لري خو د هغو انساني تلفاتو یادونه یې هم وکړه چې په اسرائیل کې د حماس د اورپکو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې له برید وروسته رامنځته شوي دي.

روبیو په غزه کې د اوربند په پایله کې رامنځته شوي امکانات یاد کړل. هغه وویل: "اوس په منځني ختیځ کې داسې فرصتونه شتون لري چې ۹۰ ورځې د مخه نه وو... اوس په منځني ختیځ کې داسې عوامل شتون لري چې زما په فکر د غیر معمولي او تاریخي فرصتونو لاره پرانیزي."

د اوکراین او روسیې جګړه

ټرمپ ژمنه کړې د واک له ترلاسه کولو سره سم به په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړي. د دیموکرات ګوند سناتورانو له روبیو څخه په دې اړه جزئیات وپوښتل.

روبیو د دیموکراتې سناتورې جین شاهین ددې پوښتنې په ځواب کې چې که روسیه او اوکراین خبرو ته حاضریږي، نو امریکا به څه ډول موقف غوره کوي، وویل: "زما په نظر دا باید د متحده ایالاتو رسمي دریځ وي چې دا جګړه حتمی پای ته ورسیږي او دا پوښتنه چې موږ څه رول لوبولی شو؟ فکر کوم لومړی دا چې باید دا په پراخه کچه روښانه کړو، او زما د بایډن د ادارې سره د دې جګړې په جریان کې اختلاف دا و چې دوی هیڅکله په روښانه توګه د دی جګړې په اړه وروستۍ موخه نه ده تشریح کړې."

د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو دواړو ګوندونو استازو مارکو روبیو ته مثبت غبرګون ښودلی دی. روبیو د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د سناتور په توګه کار کړی دی.

جمهوري غوښتونکي سناتور ریک سکاټ وویل: "منتخب ولسمشر ټرمپ او سناتور روبیو د ازادۍ او ډیموکراسۍ په اړه روښانه نظر لري. امریکا قوي متحدین او باوري شریکان لري. مارکو د کمونیست چین، کیوبا، وینزویلا او نیکاراګوا د رژیمونو د ظلم او استبداد له کبله د هغوی د مسؤل ګرځولو قوي سابقه لري. هغه به د ولسمشر ټرمپ سره کمونیست رژیمونو ته د هغوی د جرمونو سزا ورکولو لپاره کار وکړي"

د چین په اړه تګلاره

روبیو د چین کمونیست ګوند د متحده ایالاتو لپاره د یو عمده ګواښ په توګه یاد کړ.

هغه وویل وویل"دوی داسې عناصر لري چې شوروي اتحاد هیڅکله نه درلودل. دا یو ټیکنالوژیکي، صنعتي او اقتصادي سیال دی. دوی جیوپولیتیک او هم ساینسي سیال دی. دوی اوس په هره برخه کې دي. دا یوه غیر معمولي ننګونه ده چې زما په باور به ۲۱مه پیړۍ تعریف کړي."

مارکو روبیو ټینګار وکړ چې د چین په وړاندې د درېدلو لپاره د متحده ایالاتو لپاره اړین اقدامات په بهر کې نه بلکې د امریکا په داخل کې دي.

هغه وویل: "موږ باید د صنعت په برخه کې خپل کورنی ظرفیت پیاوړی کړو او باید یقیني کړو چې امریکا د خپلو داخلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په یو واحد بهرني هېواد باندې تکیه ونلري."

د مارکو روبیو مور او پلار له کیوبا څخه امریکا ته کډه شوي او د هغه د تائید کېدو په غونډه کې د سناتورانو له مثبت غبرګون څخه بریښي چې ښايي نوموړی د جنوري په ۲۰مه د متحده ایالاتو لومړنی په خټه لاتین امریکايي د بهرنیو چارو وزیر شي.