د 'شيطاني ایاتونو' په لیکوال برید کوونکی د ترهګرۍ په عمل تورن شو

امریکايي رسنۍ وايي چې د هادي مطر محکمه په اکتوبر کې ده.

د «شیطاني‌ ایاتونو» د کتاب په لیکوال سلمان رشدي باندې برید کوونکی د لبنان د حزب الله ډلې لپاره د ترهګرۍ په عمل تورن پېژندل شوی.

بریدګر هادي‌ مطر نومېږي او ۲۶ کلن دی. دی د امریکا په کالیفورنیا کې زېږېدلی خو کورنۍ یې د لبنان ده. د نیویارک محکمې وار د مخه هغه په ۲۰۲۲ کال کې په سلمان رشدي باندې د چړو په برید کې تورن پېژندلی و.

اوس د محکمې له لوري یو منصفه پلاوي مطر په دریو قضیو کې تورن پېژندلی او ویل شوي‌ دي چې هغه یو بهرني تروریستي سازمان ته د مادي حمایت د برابرولو هڅه کوله.

هغه همدغه راز تورن شوی چې د ترهګرۍ د عمل په انجام سره یې د امریکا ملي حدود مات کړي او د مادي موادو په برابرولو سره یې د ترهګرو حمایت کړی دی.

مطر د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې په یوې غونډې کې په سلمان رشدي باندې د چړې برید وکړ، راپورونه وايي چې سلمان رشدي لس ځلې په چاړه وهل شوی او له برید وروسته یې د ښۍ سترګې دید هم ختم شوی دی.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ویلي دي‌ چې مطر د ۲۰۲۰ د سپتمبر له میاشتې راهېسې د رشدي په ضد د حزب الله د فتوا د عملي کولو لپاره د دغې ډلې سره د مادي مرستو د برابرولو هڅه کوله.

سلمان رشدي د متحدو ایالتونو او بریتانیا اوسېدونکی دی او په نیو یارک کې ژوند کوي. په ۱۹۸۸ کال د ایران پخواني مشر ایت الله خمیني، د «شيطاني ایتونو» د کتاب د لیکلو له کبله په رشدي باندې د مرګ فتوا ورکړه. د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتي‌ ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حزب الله ډلې د خمیني د دغې فتوا ننګه کړې وه.

د امریکا د عدلیې وزیر میریک ګارلند په یوې جلا بیانیې کې ویلي دي: «هادي مطر، د ایران د رژیم سره د یو همغږي سازمان حزب الله په نوم ترهګریز عمل کړی دی.»

مطر دا مهال په نیویارک کې د قتل د هڅې او برید له کبله خپلې محکمې ته منتظر دی. هغه وايي چې بې ګناه دی، خو که محکوم شي تر ۲۵ کالونو پورې بندي کېدای شي. امریکایي رسنۍ وايي چې د هغه محکمه به د اکتوبر په ۱۵ نېټه وي.