د 'شیطاني ایاتونو' د لیکوال سلمان رشدي نوی کتاب چاپېږي

سلمان رشدي

پر بریتانوي لیکوال سلمان رشدي باندې په امریکا کې د چاقو له برید نږدې شپږ میاشتې وروسته، ټاکل شوې چې هغه د سه شنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) "د فتحې ښار" په نوم خپل نوی کتاب خپور کړي.

د هغه نوی کتاب له سانسکریت ژبې څخه ژباړل شوې افسانه، په څوارلسمې پیړۍ کې د یوې ښځې د زړورتیا کیسه ده چې له سلطنتي اوامرو سرغړونه کوي او پر یوه ښار واکمنه کیږي.

رشدي د کمزوري روغتیايي وضعیت له کبله نشي کولای د خپل نوي کتاب لپاره د بازارموندنې کمپاین وکړي، خو د هغه وکیل انډرو ویلي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې "د رشدي روغتیايي حالت په ښه کېدو دی."

د اګست په میاشت کې د امریکا په نیویارک ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، په هغه باندې د چاقو برید شوی و.

دا ۷۵ کلن لیکوال چې په خټه هندی دی پټ ژوند کوي. په ۱۹۸۸ کال کې د "شیطاني ایاتونو" د کتاب له لیکلو وروسته د ایران مذهبي مشر ایت الله خمیني د هغه د وژلو امر وکړ.

په نیویارک کې په هغه باندې د چاقو له برید سم وروسته، د امریکا اوسېدونکی ۲۴ کلن لبنانی هادي مطار ددغه برید په تور ونیول شو. مطار په ځان باندې لګېدلي تورونه رد کړي دي.

رشدي له تیرو ۲۰ کلونو په نیویارک کې ژوند کوي. د هغه د وکیل په وینا، رشدي ددې برید په نتیجه کې د یوې سترګې دید له لاسه ورکړی او یو لاس یې له کاره لوېدلی دی.

په سلمان رشدي باندې دې برید که څه هم د لویدیځ هېوادونه حیران کړل، خو د ایران او پاکستان په څېر ځینو مسلمان هېوادونو کې یې د سخت دریځو له خوا ستانیه وشوه.