سلمان رشدي: د اسرائیل او حماس جګړې 'سخت وېرولی' یم

سلمان رشدي تیر کال د چاقو په واسطه د یو بریدګر په برید کې د یوې سترګې لید له لاسه ورکړ.

د "شیطاني ایاتونو" لیکوال سلمان رشدي د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) وویل د اسرائیل او حماس ترمنځ روانې جګړې "سخت وېرولی" او ددغې جګړې د "بندیدو" غوښتنه کوي.

د فلسطین وسله والې ډلې حماس د اکتوبر په اوومه د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل باندې په ناڅاپي برید کې د اسرائیلي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل. په ځواب کې اسرائیل پر غزې هوايي بریدونه پیل کړل. د حماس د روغتیا وزارت د وروستیو شمیرو له مخې، په دغو بمباریو کې لږ تر لږه ۳۷۸۵ فلسطینیان چې ډیری یې ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.

سلمان رشدي تیر کال په متحده ایالاتو کې د چاقو له برید څخه د ژوندي پاتې کېدو وروسته، په لومړي ځل په عامه محضر کې د راڅرګندېدو پر وخت، وویل چې د اسرائیل او حماس د جګړې زیاتېدو هیښ کړی دی.

رشدي د جرمني د فرانکفورت د کتابونو په نندارتون کې، چې د نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز نندارتون دی، یوې خبري غونډې ته وویل: "زه د حماس له خوا د برید له امله سخت وېرېدلی یم. زه په هغه څه هیښ شوی یم چې [د اسرائیل صدراعظم بنیامین] نتنیاهو ویلي چې په ځواب کې به یې وکړي. زه هیله لرم چې ژر تر ژره د دښمنۍ مخه ونیول شي."

رشدي د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د نیویارک په ایالت کې د هنرونو په یوې غونډې کې د چاقو په وسیله برید کوونکي له برید وروسته د یوې سترګې لید له لاسه ورکړ.

سلمان رشدي د امریکا په نیو یارک کې اوسیږي. نوموړی په ۱۹۸۸ کال کې د "شیطاني ایاتونو" ناول له لیکلو وروسته، د ایران د مذهبي مشر له خوا اسلام ته په سپکاوي له تورن کېدو وروسته، د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

رشدي د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې خپله ښۍ سترګه یې په تور لینز پوښلې وه، وویل چې "په ښکاره ډول دا یو ستونزمن کال و... مګر زه خوښ یم چې د نسبي روغتیا په لرلو سره بیرته راستون شوی یم."

ټاکل شوې ده چې رشدي د یکشنبې په ورځ د "جرمني کتاب سوداګرۍ" له خوا د سولې معتبره جایزه ترلاسه کړي.

رشدي تیر کال په نیو یارک کې په یوې ادبې غونډې ته خبرې کولې چې یو بریدکوونکي ورباندې پر غاړې او خیټه د چاقو ګوزارونه وکړل. د غونډې ګډون کوونکو او امنیت ساتونکو وروسته دغه بریدګر قابو کړ.

د دې میاشتې په پیل کې، د رشدي د اثارو خپروونکو اعلان وکړ چې هغه به په راتلونکي اپریل کې د "چاقو: د وژنې له هڅې وروسته مراقبت" په نوم د خپلو یادښتونو کتاب خپور کړي.

د جمعې په ورځ رشدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نور د څه لیکلو اراده لري، وویل: "د بل څه لیکل ناممکن دي. د بل څه لیکل به تر هغو بابېزه وي، تر څو چې مې دا موضوع ختمه کړې نه وي."