افغانستان سره سرحد ته نږدې د ازبکستان او روسیې ګډ نظامي تمرینونه

ګډ نظامي تمرینات به د اګست تر ۱۰ مې روان وي.

د روسیې او ازبکستان پوځ نن جمعه جولای ۳۰ (چنګاښ۸) د افغانستان پولې سره نږدې نظامي تمرینات پیل کړل.
د روسیې پوځ په یوې اعلامې کې ویلي چې د سوله ساتې قطعې او د ځانګړو مقاصدو لیواګانې د ازبکستان د ترمز د روزنې په مرکز کې ځای پر ځای شویدي.

پدې نظامي تمریناتو کې څه باندې ۱۵۰۰ پوځیان او ۲۰۰ قطعې برخه لري او ټاکل شوې چې د اګست د میاشتې تر ۱۰مې دوام وکړي.

د روسیې پوځ ویلي چې په تمریناتو کې د روسیې هغه جنګي الوتکې هم برخه لري چې په قزاقستان کې ځای پر ځای شویدي.

همدارنګه به د روسیې، ازبکستان او تاجکستان ځواکونه د اګست د میاشتې په پنځمه ګډ نظامي تمرینات پیل کړي چې پنځه ورځې به دوام ولري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تیره اوونۍ ویلي و چې د تمریناتو هدف دا دی چې د مرکزي آسیا هیوادنو ولسونو ته ښکاره شي چې په افغانستان کې وضعیت به هغوي ته خطر نه پیښوي.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د خدماتو د ادارې مشر سرګې ناريشکین د تاس خبري اژانس ته نن ویلي چې د افغانستان د وضعیت په هکله د مرکزي آسیا د هیوادونو د استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې پالي.

ښاغلي ناریشکین په مرکې کې ویلي، "په افغانستان کې وضعیت هره ورځ مخ په خرابیدو دی ځکه چې طالبان اوس د هیواد ډیرې برخې کنترولوي. "

تاجکستان د افغانستان سره شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او روسیې ویلي چې د دې هیواد پوځ د لا غښتلیتا لپاره به وسلې، تجهیزات او روزنه ورکړي.

همدرانګه ازبکستان بیا د افغانستان سره یوازې ۱۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري. دا هیواد څه باندې ۳۴ میلونه وګړي لري خو په مرکزي آسیا کې بیا تر ټولو ډیر پوځ لري.