زیلینسکي: روسیه د نسل وژنې ښکاره پالیسي مخې ته وړي

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلیسنکي

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلیسنکي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (مرغومي پنځمه) روسیه تورنه کړه چې د اوکراین په ختیځ د دونباس په سیمه کې د «نسل وژنې ښکاره پالیسي» مخې ته وړي.

نوموړي تور ولګوه چې روسیه غواړي د اوکراین ښارونه له خاورو سره خاورې کړي او په خبره یې د مسکو یرغل به د دونباس سیمه «له اوسېدونکو» تشه کړي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي زیلیسنکي په خپلې ورځنۍ تلویزوني وینا کې وویل: «زموږ د خلکو د شړلو او په ډله ایز ډول د ولسي خلکو د وژلو په ګډون دا ټول د نسل وژنې ښکاره پالیسي‌ ده چې روسیه یې مخې ته وړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ادعا کوي‌ چې د لویدیځ له ملاتړه په برخمن اوکراین باندې یې ځکه یرغل وکړ چې هلته د ده په خبره د روسي ژبې د ویونکو «نسل وژنه» ختمه کړي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ او د اپریل په میاشت کې د اوکراین پارلمان یوه مسوده تصویب کړه چې د مسکو دا یرغل «نسل وژنه» بولي.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن هم د اوکراین د جګړې په اړه د «نسل وژنې اصطلاح» کارولې وه او ویلي وو چې ولسمشر پوتین هڅه کوي «ان د اوکرایني [اوسېدل] مفکوره هم ختمه کړي». د کاناډا صدراعظم جستن تروډو هم دا خبره بدرګه کړې وه.

ښاغلی زیلیسنکي داسې مهال دا خبره کوي چې روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د «لوکانسک» د نیولو لپاره هره اړخیزه هڅه پیل کړه.

د جګړې له شدت سره همهاله د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا له خپل جرمني سیال سره په خبرو کې د لویدیځ په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه او خپل ایتلافیان یې تورن کړل چې د وسلو په انتقال کې ناغیړي کوي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «موږ درنو وسلو ته ضرورت لرو چې ژر تر ژره را انتقال شي، په خاص ډول د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره [د راکټ توغولو څو ګوني سیستم] ته. »

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې تر دې دمه ۴۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي، څه باندې شپږ میلیون اوکراینیانو خپل هېواد پرېښی او تر ۷.۷ میلیون ډېر نور په داخل کې بېځایه شوي‌ دي.