مسکو: واشنګټن سره همکاري کوو چې طالبانو سره خبرې پیل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرکي لاورف- تصویر ارشیف

روسیې ویلي دي چې له واشنګټن سره همکاري کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

مسکو پخوا هم ویلي و چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره د شرایطو د برابرولو ژمنه کړې وه.

د روسیې د تاز خبري اژانس وايي د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف همدغه راز د افغانستان، امریکا او روسیې تر منځ د درې اړخیزې غوندې غوښتنه کړې.

ښاغلي لاوروف د سه شنبې په ورځ(مارچ۲۷) ولسمشر غني سره په ملاقات کېد افغانستان په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د مسکو هدف "د سیمې په هیوادونو کې ثبات او د اقتصادي همکاریو زیاتیدل دي."

د افغانستان د جمهوري ریاست اعلامیه وايي چې ښاغلي غني د تاشکند د نړیوالې غونډې پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره وکتل او د افغانستان په هکله د روسیې، امریکا او افغانستان د درې اړخیزې غونډې د وړاندیز هرکلی یې وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې درې اړخیزې غونډې وړاندیز پداسې وخت کوي چې د امریکا ملکي او نظامي چارواکي مسکو د طالبانو سره په لاس لرلو تورنوي. روسیې دغه تورونه رد کړي خو څه موده وړاندې یې ویلي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو شرایطو برابرولو ته چمتو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې د " زور او فشار"د لارې جګړه پای ته نه رسیږي.

تر اوسه دا نده معلومه چې روسیه ولې د افغانستان په هکله د درې اړخیزې غونډې جوړیدل غواړي خو پخوا یې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په موجودیت اندیښنه ښودلې وه. روسیې غوښتلي و چې دا سخت دریزه ډلې باید پرې نښودل شي چې د هغوي ګاونډیو هیوادونو ته لار پیدا کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د تاشکند د غونډې ګډون والو ته وویل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د دوو زرو نه لږ جګړه ماران شته دي چې اکثریت یې د افغانستان په ختیځ او شمال کې دیره دي.