روسیه په تمه ده چې امریکا به افغانستان کې خپله تګلاره بدلوي

افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالد نیومن د روسیې د سفیر ضمیر کابلوف خبرې له حقیقت نه لېرې وبللې.

افغانستان لپاره د روسیې سفیر ضمیر کابلوف هیله ښودلې چې د نوي ولسمشر دونالد ټرمپ په راتګ سره به د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره هم بدله شي.

نوموړي وویل ښاغلی ترمپ یو سوداګر دی او کولی شي چې په افغانستان کې د واشنګټن ۱۵ کلنه تګلاره بدله کړي. خو په دې اړه یې نور جزییات ورنکړل. ښاغلي کابلوف د ترکیې د اناتولي اژانس سره په مرکې کې دا خبرې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ تر دې دمه د امریکا پر بهرنۍ تګلارې خبرې نه دي کړي خو د پاکستان د اتومي وسلو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده او همدغه راز یې د اسلامي دولت ډلې د جګړه مارانو پر ځپلو هم ټېنګار کړی دی.

د هغه په اړه ویل کیږي چې له روسیې سره ښه روابط لري، خو لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې به خپله تګلارې څنګه تنظیموي.

د شوروي د شکست درد

سره له دې چې د روسیې سفیر په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه بولي، خو په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي چې د هغه خبرې په اصل کې د شوروي ځواکونو د مخکني شکست درد دی.

ښاغلي نیومن امریکا غږ اشنا ته وویل "روسیه په افغانستان کې ناکامه ده. لویه ماتې یې وخوړله او هغوی هېڅکله هم دا شکست نه هیروي. په همدې خاطر دوی اوس وايی چې موږ هم ماتې خوړلې ده. هغوی په افغانستان کې حالت خراب ښيي. هغوی وايي چې موږ هم ناکام یو چې ښه احساس ولري".

نوموړي وویل چې د روسیې د سفیر خبرې له حقیقت نه لېرې دي خو ټېنګار یې وکړ چې امریکا په افغانستان کې نه ناکامیږي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه اباسین بریال امریکا غږ اشنا ته وویل روسیه ځان له ټرمپ سره ډېره نژدې ګڼي او همدې خبرې د هغوی هیلې زیاتې کړي چې شاید افغانستان کې د امریکا تګلاره بدله شي.

نوموړي وویل "د روسیي لپاره د امریکا د انتخاباتو نتیجه غیر مترقبه وه. شاید روسیې د ترمپ په بریالیتوب کې هم مرسته کړي وي. روسیه د ټرمپ هغو خبرو ته هم ګوري چې په انتخاباتو کې یې ویل امریکا د نړۍ په نورو برخو کې بېځایه ښکیله ده. روسان خوشحاله دي چې د نوې ادارې په راتګ سره به لوی تغیرات راشي او امریکایان به اړ کړل شي چې په افغانستان کې هم خپله تګلاره بدله کړه".

کابلوف تمه لري چې ټرمپ به افغانستان کې د واشنګټن ۱۵ کلنه تګلاره بدلوي

اخوا، په واشنګټن ډي سي کې د هیرتیچ د څېړنو د ادارې تحلیګره لیزا کورتیس وايي چې د ټرمپ په اداره کې وار د مخه داسې کسان او پوځي جنرالان ټاکل شوي چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامېدو ته نه پرېږدي.

هغې وویل شاید تګلاره بدله شي او احتمال لري چې ځواکونه هم زیات شي، خو په دې اړه یې نورې خبرې له وخت نه مخکې وبللې.

مېرمن کورتیس د ښاغلي کابلوف خبرو ته په کتو وویل چې واشنګټن او مسکو دواړه په افغانستان کې خپلې تګلارې او ګټې لري، خو د پلې کولو او ترلاسه کولو لپاره یې له جلا-جلا لارو کار اخلي.

د افغانستان تجزیه

د روسیې سفیر ضمیر کابلوف په افغانستان کې د امریکا په نظامي حضور هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي د امریکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي تړون هم انتقاد وکړ او وویل چې له دې کبله یې افغان حکومت ته خپله اندېښنه هم ښودلې. خو کابل ته ورته ډاډ ورکړی چې امریکا به په افغانستان کې او یا له افغانستان څخه د روسیې پر ضد کوم اقدام نکوي، مګر کابلوف وايي چې د امریکا پر ژمنو باور نلري.

د امریکا پخوانی سفیر دونالد نیومن وايي امریکا افغانستان کې ناکامه نه ده

ښاغلي کابلوف همدغه راز وویل که په راتلونکو لږ ترلږه دوو لسیزو کې نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصاد، اداره او پوځ غښتلي نکړي، شاید دا هېواد تجزیه شي. هغه وویل په افغانستان کې داسې افراد شته چې شاید خپل استقلال اعلان کړي، خو هغه په دغه برخه کې د چا نوم وانخیست.

مګر د امریکا پخوانی سفیر نیومن وايي "افغانستان د کورنیو جنګونو پر مهال تجزیه نشو. کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل د افغانستان د تجزیې هڅې یې وکړي او غوښتل یې چې د خپلو سرحدونو په شاوخوا کې یو دولت جوړ کړي چې د طالبانو مخه ونیسي. هغوی تاجکان او ازبکان وهڅول چې یو یا دوه دولتونه جوړ کړي، خو هغوی ونه منل. دا د روسیې لپاره یوه بله ناکامي وه".

ښاغلی بریال هم وايي چې شاید د افغانستان ځیني سیمې او ولایتونه د لږ وخت لپاره د حکومت له لاسه ووځي خو دا "هېواد نه تجزیه " کېږي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ دونالد ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي. هغه د دغه هېواد ۴۵م ولسمشر دی. داسې ولسمشر چې تر دې دمه یې په هېڅ یوې حکومتې ادارې کې کار نه دی کړی.