روسیې په تیر یو کال کې په سوریې کې د نهو زرنه زیات خلک وژلي دي

یو کال کیږي چې د روسیې هوایي ځواکونو په سوریه کې هوایي بمبارۍ پیل کړیدي.

د سوریې د بشرې حقونو د څار اداره وایي چې په تیر یو کال کې د روسیې په هوایي بمباریو کې چې په هغو سیمو یې کړیدي چې د حکومت د واک نه وتلي دي، ۹۳۲۶ کسان وژل شوي، لس ګونه زره بې کوره شوي او خلکو ته یې پراخ مالي زیان هم اړولی دی.

د بشري حقونو د څار د ادارې په راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویل شوي چې په وژل شویو کې ۳۸۰۴ یې ملکیان و چې نهه سوه او شپږ یې ماشومان و.

د روسیې هوایي ځواکونو پروسږکال په همدې ورځ د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد په ملاتړ په یاغیانو هوایي بمبارۍ پیل کړلې. د روسیې د بمباریو له وجې زیاتې سیمې د یاغیانو د واک نه ووتلې.

د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویاند دمیترې پیسکوف ویلي دي چې په سوریه کې د هوایي بمباریو د پای ته رسیدو لپاره کومه نیټه نده ټاکل شوې او نه به وټاکل شي.

په سیمه کې مبارزین وایي چې یوازې په همدې تیرو دوه اونیو کې د روسیې هوایي ځواکونو د حلب په ختیځه برخه کې کومې هوایي حملې کړیدي، درې سوه او شل عام خلک پکې وژل شوي چې اکثره یې ماشومان و.

پیسکوف خبریالانو ته وویل که روسیې په سوریه کې مداخله نه وه کړې " نن به د اسلامي دولت یا داعش د ډلې جنګیالي په پایتخت دمشق کې ناست و. "

پیسکوف وایي په سوریه کې د هغوي د مداخلې هدف د سوریې د حکومت ملاتړ و چې د مسکو سره پخوانۍ ملګرتیا لري.