د روسیې په مشرۍ بلاک افغان سرحد ته نژدې ستر پوځي تمرین پیل کړی 

د افغانستان سرحد ته نژدې په تاجکستان کې نظامي تمرین

د روسیې په مشرۍ امنیتي بلاک له افغانستان سره سرحد کې نژدې په تاجکستان کې ستر پوځي تمرینونه پیل کړل.

دا تمرینات نن دوشنبه اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶) پيل شوي دي. د روسیې او تاجکستان د دفاع وزارتونه وايي چې په دغو پوځي تمرینونو کې د دواړو هېوادونو ۵۰۰۰ عسکر برخه لري.

دا تمرینونه به شپږ ورځې دوام وکړي، تر دې مخکې د اګست او سپتمبر په میاشتو کې هم روسیې او د منځنۍ اسیا ایتلافیانو له افغانستان سره په سرحد کې نژدې پوځي تمرینونه کړي وو.

روسیه ویره لري چې له افغانستان څخه د داعش او نورو ترهګرو ډلو اورپکي منځنۍ اسیا ته ولاړ نشي. مسکو د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې پوځي اډه لري او تاجکستان ته یې ډاډ ورکړی چې که د افغانستان له لوري څه پېښیږي، مرستې ته به یې وردانګي.

تر دې څو ورځې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وویل چې د داعش جنګیالي د افغانستان په شمال کې راټول شوي دي. افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد لري.

ښاغلي پوتین د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلي ۲۳) د شوروي اتحاد د یو شمیر پخوانیو جمهوریتونو مشرانو ته د ویډیو کنفرانس د لارې په غونډې کې وویل، "زمونږ د استخباراتو په بنسټ، د افغانستان په شمال کې د داعش غړیو شمیر شاوخوا ۲۰۰۰ دی."

د روسیې جمهور رئیس تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د عراق او سوریې نه د داعش مجرب وسله وال افغانستان ته په فعاله توګه روان دي خو د شمیر په هکله یې څه نه و ویلي.

دا پوځي تمرینونه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې چې په همدې اونۍ کې د طالبانو یو پلاوی د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ شي. راپورونه وايي چې چین، پاکستان، هند او ایران هم په دغو خبرو کې دخيل وي.