روسیې او اوکراین ۵۰ جنګي اسیران تبادله کړل

سره لدې چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده خو دواړو هیوادونو یکشنبه جنوري ۸ (مرغومي۱۸) پنځوس سرتیرې چې د جګړې پر مهال نیول شوي وو، تبادله کړل.

مسکو او کیف د سرتیرو دا تباله ستایلې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې پنځوس تبادله شوي جنګي اسیران به مسکو ته د درملنې او په روانې توګه بیرته خپل حالت ته د راستنیدو لپاره واستول شي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پنځوس روسي سرتیري د اوکراین سره د خبرو اترو په نتیجه کې خوشې شوي. وزارت ویلي چې د قید پر مهال روسي سرتیري د جدي خطر سره مخامخ وو خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په اوکراین کې هم چارواکو د سرتیرو تبادله تائید کړې او ویلي یې دې چې پدې معاملې کې د هغوي ۵۰ سرتیري هم د روسیې لخوا خوشې شویدي.

د اوکراین د جمهور رئیس د دفتر رئیس، اندرې یرماک په ټویټر کې لیکلي چې د جنګي اسیرانو پدې کامیابې تبادلې کې پنځوس اوکرایني سرتیرې خوشې شوي او تر څنګ یې دا هم ویلې چې غواړي خپل ټول خلک بیرته کورونو ته ستانه کړي.

ښاغلي یرماک په ټویټر کې د دریو اوکرایني سرتیرو انځورونه هم خپاره کړي چې د یو بس په خوا پداسې حال کې ولاړ دي چې د خواړو کڅوړې یې په لاس کې دي او په یوې ویډیو کې د خپل هیواد ملي سرود وایي.

مسکو او کیف د سرتیرو دا تبادله داسې مهال کوي چې روسیې ویلي د اوکراین د پوځ له لوري یې د خپلو ۸۹ وژل شویو سرتېرو غچ واخیست.

روسیه وايي چې د اوکراین د ختیځ ښار کراماتورسک په مکیوکا کې په اوکرایني سرتېرو مرګوني برید کړی او د روسیې د دفاع وزارت په یو بیان کې ادعا کړې چې په برید کې یې څه دپاسه ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي چې په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو. د روسیې د دفاع وزارت دا برید غچ اخیستنه بللې ده.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې دوی نشي کولای چې دا راپور سمدلاسه تائید کړي.

د شنبې په ورځ، د فرانس پرس خبریالانو په کراماتورسک کې، چې د دونیتسک په ختیځ کې موقعیت لري، له نیمې شپې مخکې د څلورو چاودنو غږونه اورېدلي وو.