روسیې د برتانیې د دفاع وزارت چارواکي او خبریالان په تور لست کې شامل کړل 

روسیې نن سه شنبه جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) وویل چې ۴۹ بریتانویان یې چې د دفاع وزارت چارواکي، خبریالان او ددې هیواد د خبري شبکو چلوونکي په کې شامل دي د دغه هیواد په تور لست کې شامل کړي دي.

لندن د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د عمده ملاتړو څخه دی.

مسکو وایي چې ددغو خلکو په منځ کې د بي بي سي، فایننشل ټایمز، ګاردین، ډیلي تلګراف، سکای نیوز او ډیلي مېل د خبري شبکو ۲۰ خبریالان او چلوونکي شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه بریتانوي خبریالان د اوکراین په وړاندې د روسیې عملیاتو او په دونباس کې د وضعیت په هکله په عمدي توګه د ناسمو او یو اړخیزو معلوماتو په خپرولو کې دخیل وو.

پدغه لست کې همداشان د ۲۰ تنو لوړپوړو مقاماتو او اشخاصو نومونه هم شامل دي چې د بریتانیا د دفاعي برخې سره اړیکه لري. په هغوی کې د شاهي هوایي ځواکونو رئیس مایکل وګسټون او د بریتانیا د پارلمان غړی لیو داکریتي هم شامل دي.

مسکو ویلي چې د بریتانیا دغه دفاعي مقامات اوکراین ته د وسلو د تمویل په تصمیم نیونه کې رول لري.

لندن تر اوسه د ۹۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت د اوکراین سره پوځي مرسته کړې ده، چې په کې د هوایي دفاع سیستمونه، د ټانک ضد راکټونه، مهمات، وسایط او نور تجهیزات شامل دي.