روسیه، چین او ایران غواړي د سیمه ایز ثبات لپاره طالبانو سره کار وکړي

moscow1

روسیې او د مرکزي آسیا قدرتونو د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۰ (تلې ۲۸) توافق وکړ چې په سیمه کې به د امنیت په هدف له طالبانو سره کار کوي.

روسیه د چهار شنبې په ورځ په مسکو کې د طالبانو کوربه وه، دا غونډه په یو شکل په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخیدو لپاره د روسیې د هڅو یوه برخه شمیرل کیږي.

روسیې په دې غونډه کې همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې د داعش د تندلارو په وړاندې لاس پکار شي، هغه تندلارې چې د روسي‌ چارواکو په وینا د بې ثباتۍ لپاره په افغانستان کې راغونډ شوي دي.

د ایران او چین په ګډون د لسو هیوادونو استازې له خبرو وروسته د یوې بیانیې په خپرولو سره سلا شول چې "د سیمه ایز ثبات سره د مرستې په هدف په افغانستان کې د امنیت لپاره همکار کوي."

د غونډې ګډونوالو همدارنګه پر طالبانو غږ وکړ چې "معتدل او سالم کورني او بهرني سیاستونه عملي کړي" او د " خپلو ګاونډیو هیوادونو په وړاندې دوستانه سیاست غوره کړي."

د افغانستان د کورنیو پالیسیو په ارتباط، هغوی پر طالبانو غږ وکړ چې د قومي ډلو، میرمن او ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو په رژیم کې د میرمنو حقونه یوه جدي اندیښنه ده. تر اوسه په افغانستان کې نجونو ته ددې اجازه نده ورکړل شوې چې ښوونځي ته ولاړې شي.

کله چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر او یوې وتلې څیرې سراج الدین حقاني د سه شنبې په روځ اکټوبر ۱۹ ځانمرګي بریدګر "د اسلام اتلان" وبلل، په غربي محافلو کې یو ډول اندیښنه رامنځ ته کړې.

خو طالبان اوس په جدي ډول متحدینو سره ضرورت لري. د افغانستان اقتصاد په کمزوري حالت کې دی ځکه نړیوالې مرستې بندې شوي، د خوراکي توکو بیه لوړه شوې او وزګاري ډیره شوې ده.

د مسکو د کنفرانس ګډونوالو "له جګړې وروسته د بیارغونې په هدف د افغانستان له خلکو سره د عاجلو بشري او اقتصادي مرستو لپاره د منسجمو هڅو غوښتنه وکړه."

هغوی همدارنګه ډیر ژره د ملګرو ملتونو له خوا د مرسته کوونکو د کنفرانس جوړیدو غوښتنه وکړه.

د یادو هیوادونو استازو وویل په افغانستان کې نظامي قدرتونه چې په تیرو شلو کلونو کې په هغه هیواد کې وو باید له جګړې وروسته بیارغونې او پراختیا مسول ووسي.

ظاهرا د هغوی اشاره امریکا او د امریکا متحدینو ته وه چې خپل ماموریت یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې په افغانستان کې ختم کړ.