روسیې د اوکراین د سولدار سیمې د کنترول ترلاسه کولو ادعا کړې 

روسي ټانک د اوکراین په جګړه کې

روسیې ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین د سولدار ښار د مالګې د یو کان کنټرول ترلاسه کړی، خو کیف وایي چې په سیمه کې جګړه لا هم دوام لري.

د سولدار په سیمه کې له میاشتو راهیسې جګړه روانه ده او د روسیې او اوکراین ځواکونو څو ځله د هغې د کنټرول ادعا کړې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې انا مالیار د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې په سولدار کې سخته جګړه روانه ده او لا هم اوکرایني ځواکونه په سیمه کې موجود دي.


سولدر د اوکراین یو له جنګ ځپلو سیمو څخه دی، چې په خپلواکه توګه د وضعیت ارزول یې ستونزمن دي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف بي بي سي ته ویلي چې اوکراین په بالفعل ډول د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو غړی دی.

د اوکراین د دفاع وزیر په دې مرکه کې ویلي دي چې هېواد یې د ناټو له غړو هېوادونو څخه وسلې او هغه روزنه ترلاسه کړې چې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې ورته اړتیا لري.


هغه وویل: "زه ډاډه یم چې په نږدې راتلونکي کې به موږ د ناټو رسمي غړی شو."

په عین حال کې، د بریتانیا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو په دوام سره د جګړې د وخت د تولید د غوښتنې د پوره کولو لپاره ښایي د روسیې د وسلو د تولید سکتور د کارګرانو په محکومولو لاس پورې کړي.

د اوکراین د جګړې پر مهال د روسیې د وسلو د تولید په اړه د بریتانیا د دفاع وزارت څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران مسکو ته هغه وسلې او بې پیلوټه الوتکې لېږي چې روسیه یې د اوکراین په جګړه کې کاروي.


ایران په لومړي ځل د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په پنځمه روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول تائید کړل، خو وویل چې دغه بې پیلوټه الوتکې په اوکراین د مسکو تر برید مخکې روسیې ته ورکړل شوې وې.

په کیف کې چارواکو د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې ویلي وو چې نږدې ۴۰۰ ایراني بې پیلوټه الوتکې د اوکراین د ملکي وګړو پر وړاندې کارول شوي او مسکو له ایران څخه د شاوخوا ۲۰۰۰ ډرونونو د اخیستلو سپارښتنه کړې ده.

په یوه تازه پېښه کې د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ورځ یې لسګونه هغه روسي بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې، چې د اوکراین خاورې ته د بریدونو د ترسره کولو په موخه ننوتي وې. د اوکراین هوايي ځواک په یو بیان کې اعلان کړی چې اوکرایني پوځیانو د «شاهد» په نامه ۴۵ ډرون پرزولي دي.