د فوټبال جام؛ خلک ولي په روسیې کې له توکمپالنې اندېښنه لري؟

د فوټبال د نړیوال جام د لېدلو لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونو خلک د روسیې په طرف روان دي.

د لوبو پدې مینه والو او ننداره چیانو کې د سویلي امریکا او د افریقا د وچې لسګونه زره خلک شامل دي.

دغه لوبې د پنجشنې په ورځ [جون ۱۴] د روسیې په پلازمینې مسکو کې د کوربه هېواد او سعودي عربستان د لوبډلو ترمنځ په یوې سیالۍ پیلېږي.

د لوبو له پېلېدو سره سره سم ځېنو کسانو په روسیې کې د توکمپالنې او تشدد په هکله اندېښنه ښودلې ده.

د لوبو یو روسی مینه وال قوسطنتین لیدوفکسي وایې چې لوبو ته انتظار کوي او په تمه ده چې د لوبغاړو "تود احساسات ننداره کړي."

یو بل اسپانوی بیا د فوټبال د نامتو سوري لئونل میسي لوبې ته اشاره او پوښتنه کوي چې "د ارجنټاین د حملې د کرښې لوبغاړی لئونل میسي به په دې نړیوال جام کې څنګه لوبه وکړي."

د فوټبال د نړیوال جام د هېوادونو د فرهنګونو او لوبو یوه په زړه پورې ننداره ده.

د فوټبال نړیوالفډراسیون (فیفا) تیره میاشت د روسیې د فوتبال ټولنه ۳۰ زره ډالر جریمه کړه. دوي ځکه دا کار وکړ چې روسانو د فرانسې او روسیې ترمنځ د یوې لوبې په جریان کې د تور پوستو لوبغاړو پر وړاندې توکمیز چلند کړی و.

د توکمپالنې پر ضد د یوې شبکې مشر پیارا پاور وایې چې په لوبغالي کې د نژاد پرستۍ حرکات یې لیدلي دي. دی وایې چې "دا ډیره بده ده او دروسیې د فوټبال لوبو لیدل ضرور ندي."

عزیز کامارا چې له مالي هېواد څخه د روسیې سنټ پیټرزبورګ ښار ته کدوال شوی او پخپله یو لوبغاړی دی د روانو نړیوالو سیالیو په لړ کې د توکمپالنې له امله د ویرې احساس کوي.

د برېټانیا یو تورپوستي لوبغاړي دانی روز حتي له خپلې کورنۍ څخه غوښتي دي چې روسیې ته له سفر ډډه وکړي.

خو له دې ټولو اندېښنو سره سره، د روسیې حکومت د توکمپالنې او تاوتریخوالي د مخنيوي ژمنه کړې ده. د روسیې عام ولس هم ټینګار کوي چې د کوربنو په صفت به خپلو میلمنو ته تود هرکلی ووایې.