زیلنسکي: روسیې د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره نیولې

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلنسکي وایي روسیې تر دې دمه د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره نیولې او د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښته څه باندې ۱۰۰۰ متره ده.

ښاغلي زیلنسکي نن پنجشنبه جون ۲(غبرګولي۱۲) پداسې حال کې چې د تر لاسه شویو مرستو له کبله یې مننه وکړله خو تر څنګ یې د متحدینو څخه د نورو وسلو غوښتنه وکړله.

د اوکراین جمهور رئیس پداسې حال کې د نورو وسلو غوښتنه کوي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ وویل اوکراین ته د ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د توغندیو او مهماتو پرمختللي سیستمونه ورکوي.

سپینې ماڼۍ ویلي اوکراین ژمنه کړې چې دا توغندي او مهمات به د روسیې په خاورې نه توغوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ښاغلي بایډن له قوله ویل شوي، "پدې نویو مرستو کې به هغوي (اوکراین) ته د HIMRAS‍‍‍‍ په ګډون پرمختللې وسلې او مهمات ورکړل شي او دا وړتیا به ولري چې د روسیې د یرغل د پرمختګ په مقابل کې د خپلې خاورې دفاع وکړي".

د امریکا جګپوړي حکومتي چارواکي وایي د وسلو دا تازه مرستې په اوکراین کې د جګړې د روان پړاو اړتیا ته په کتو شویدي.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د راکټ لانچرونو ورکول د دې جګړې د پراخیدو خطرات ډیروي او د اوکراین لخوا د لویدیځو هیوادونو څخه د وسلو غوښتنه یې "مستقیمه پارونه" وبلله چې د ښاغلي لاوروف په قول غربي هیوادونه پدې جګړې راګډوي.

متحده ایالات پداسې حال کې اوکراین ته نوې وسلې ورکوي چې ولادمیر زیلنسکي ویلي ا له روسیې سره په جګړه کې هره ورځ تر ۱۰۰ پورې سرتیري وژل کیږي او د ۵۰۰ په شاوخوا کې ټپیان کیږي.

ښاغلي زیلنسکي د امریکا له "نیوز مکس" سره په مرکه کې چې نن چهار شنبې جون لومړۍ "غبرګولي ۱۱" خپره شوه وویل د اوکراین په ختیځ کې وضعیت ډیر ستونزمن دی.

د اوکراین ۴۴ کلن ولسمشر د خپلې مرکې په ترځ کې زیاته کړه:"موږ په یوه ورځ کې ۶۰ تر سلو پورې پوځيان له لاسه ورکوو او ۵۰۰ نور کسان په جګړو کې ټپیان کیږي."

د تلفاتو دغه ستر رقم په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي په بشپړ ډول د لوهانسک سیمې د نیولو لپاره د پیاوړې روسیې مخه ونیسي.