د فوټبال لوبو په پلمه، روسیه د بشري حقونو له سرغړونو سترګې پټوي

د بشري حقونو مبارزین وایې چې روسیه د فوتبال د نړیوال جام لوبو د شان او شوکت څخه په استفادې هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو له سرغړونو څخه سترګې پټې کړي.

د بشري حقونو د مبارزینو په وینا په تېرو شپږو کلونو کې په روسیې کې مخالفې ډلې، خبریالان، همجنسبازان او غیر دولتي سازمانونه سخت ځپل شوي شوي دي.

د حقونو فعالان د فوټبال د نړیوالې ادارې (فیفا) څخه غوښتنه کوي چې په روسیې کې د بشري حقونو موضوع ته پام وساتي.

د روسیې ۱۲ ښارونه د فوتبال د نړیوال جام لوبو لپاره داسې چمتو شوې دي چې د هیواد مثبت اړخ او ښکلې منظرې وښیي. خو د بشري حقونو مبارزین د فوټبال له مینه والو څخه غواړي چې د روسیې د حکومت اصلي څیرې ته باید پام وکړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د روسیې د څانګې مشره، تانیا لوکشینا د فوټبال له مېنه والو څخه غواړي چې ځانونه په روسیې کې د بشري حقونو له وضعیت څخه خبر کړي، "په دې ځان پوه کړئ چې د دې تورنمنت د شان او شوکت شاته څه تېريږي."

د فیفا ادارې مشر جیني انفنتینو وایې چې په روسیې کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په مسکو کې له چارواکو سره خبرې کوي. هغه زیاته کړه، دا چې "د فوتبال له لارې څنګه د بشري حقونو مسلې سره چلند وشي ډیر واضح پرمختګ شوی دی."

ویره اوس هم په قوت پر خپل ځاي ده چې ممکن د فیفا د نړیوال جام په پای ته رسېدو سره په روسیې له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې نورې هم زیاتې شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د فوټبال لوبو په پلمه، روسیه د بشري حقونو له سرغړونو سترګې پټوي