نتنیاهو له پوتین سره د منځني ختیځ په اړه خبرې کوي

د اسرایلو د صدراعظم دفتر ویلي دي چې ښاغلی نتنیاهو به د روسیي د جمهورریس ولادیمیر پوټن سره د منځي ختیځ په اړه به خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي چې دغه دواړه مشران به راتلونکې اونۍ د روسيې په سوچي ښار کې ملاقات وکړي. اسرایل اندیښنه لري چې ایران په سوریه کې د یوې دايمي پوځي اډې جوړول غواړي.

نتنیاهو تیره اونۍ په یوه وینا کې وویل چې اسرایل په سیمه کې حالت څاري او د هر ګواښ په وړاندې به عمل وکړي.

ایران او اسرایل په خپلو کې سره ښه روابط نلري. تهران په دې هم تورن دی چې سوریې ته ملېشې استوي چې د بشارالاسد د رژیم ننګه وکړي.

روسیه هم د بشارالااسد متحد هیواد دی او د سورېې د راتلونکې په هر ډول موافقې کې مهم نقش لری. د اسرایلو مشرانو په سورېې کې د شپږ کلن کورني جنگ پرمهال په سیمه کې د ایران د نفوذ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نتنیاهو ویلې چې اسرایلو په سورېې کې د حزب الله ډلې ته چې ایران ېې ملاتړ کوي د قاچاقو د لارې د وسلو رسولو په کاروانونو لسگونه بریدونه کړي دي.

دوه کاله له مخې اسرایلو او روسیي په دې قانع شول چې په سورېې کې به پوځي عملیات په همغزي کوي چې د یو بل سره د تصادفي نښتو مخه ونیول شي.