د روسیې نوې لایحه: پوتین دوه نورې دورې هم جمهور رئیس کیدای شي

د روسیې د پارلمان غړیو نن چارشنبه، مارچ ۲۴ (وري۴) یو قانون منظور کړ چې له مخې یې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین کولی شي دوه نورې دورې هم جمهوري ریاست ته کاندید شي.

ښاغلی پوتین شاوخوا ۲۰ کاله کیږي چې په روسیه کې په واک دی او د نوي قانون له مځې به هغه تر ۲۰۳۶ کاله پورې په واک کې پاتې شي.

روسانو په اساسي قانون کې تغیرات تیر کال په ټولپوښتنه یا ریفرنډم کې منظور کړل.

د جمهور رئیس پوتین د واک اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسیږي خو هغه کولی شي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته بیا ځان کاندید کړي.

ټاکل شوې د روسیې د مشرانو جرګه د همدې میاشتې په پای کې پدې قانون غور وکړي او وروسته به یې ښاغلی پوتین لاسلیک کړي چې په قانون بدل شي.

په روسیه کې مخالفین د دې اقدام سره خوښ ندي او تیر کال یې هم پرې انتقاد کړی وو. دوي وایي په همدې بهانې پوتین ته اجازه ورکول کیږي چې د ټول عمر لپاره جمهور رئیس وي.

ولادیمیر پوتین په ۲۰۰۰ کال کې د روسیې جمهور رئیس شو او پوره اته کاله یې واک وچلاوه. د هغه نه وروسته د څلور کالونو لپاره دیمیتري میدویدیف د روسیې جمهور رئیس شو چې د ښاغلي پوتین ملګری او پخپله پوتین بیا په ۲۰۱۲ کال کې بیا جمهور رئیس شو.

په اساسي قانون کې د تغیراتو د راوستلو لپاره عمومي رایه ګیري یا ریفرنډم تیر کال د جون او جولای په میاشت کې وشو. ویل کیږي چې دا انتخابات تقریباً یوه اوونۍ روان وو او ۷۸ په سلو کې رای ورکونکو د اساسي قانون د بدلیدو په طرفدارۍ رایې ورکړې وې.

خو ځینې خپلواک څارواکي بیا وایي چې پدې انتخاباتو کې یې د ګڼ شمیر سرغړاونو په هکله شایتونه تر لاسه کړي.

دوي وایي په ځینو مواردو کې خلکو څو څو ځله رایې ورکړي او بله دا چې کارفرمایانو خپل مامورین مجبورول چې رایې ورکړي.

په اساسي قانون کې د جمهور رئیس د واک د دورې د زیاتیدو تر څنګ په اقتصادي چارو کې د خلکو ګډون، د محافظه کارانه ارزښتونو ور ګډول او د همجنسبازانو په ودونو بندیز لګول هم شامل وو.