روسیې او پاکستان طالبانو سره په 'عملي تعامل' ټینګار وکړ

تصویر: ارشیف

روسیې او پاکستان د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) د دوه اړخیزو مذاکراتو پرمهال له افغان طالبانو سره په عملي تعامل ټینګار وکړ.

خو دغو دوو هیوادونو وویل، تر هغه چې یادې ډلې د میرمنو د حقونو او همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې نړیوالو اندیښنو ته ځواب نه وي ویلی، حکومت به یې په رسمیت ونه پیژني.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف چې له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې د خپل هیواد د پلاوي مشري کوله، پاکستاني لوري ته له طالبانو سره د خپلو ملاقاتونو په اړه معلومات ورکړل.

رسمي پاکستاني سرچینې چې د چهار شنبې د ورځې له غونډې خبر دي، امریکا غږ ته وویل کابلوف ویلي مسکو به له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي، خو اوسمهال یادې ډلې ته د مشروعیت په ورکولو غور نه کوي.

سرچینې همدارنګه له کابلوف څخه نقل کړی او ویلي یې دي، هغه طالبانو ته مشوره ورکړې چې د داسې یو حکومت په رامنځ ته کیدو کار وکړي چې د سیاسي پلوه همه شموله وي او پر میرمنو محدودیتونه کم کړي او له دې پرته به د طالبانو د مشروعیت په هدف هیڅ حرکت ونشي او نه به افغانستان د نړۍ د پام وړ پاملرنه ترلاسه کړي.

د روسیې حکومت تر اوسه ددې ملاقات او شویو څرګندونو په اړه معلومات ندي ورکړي.

پاکستان د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې حنا رباني کهر سره د ضمیر کابلوف د ملاقات خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د طالبانو له حکومت سره د عملي تعامل په اړتیا ټینګار کړی دی.

سرچینو همدارنګه ویلي چې اسلام آباد هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو غور نه کوي، مګر دا چې له نړیوالې ټولنې سره یوځای په دې کار لاس پورې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې خو په رسمیت یې د طالبانو د پيژندلو په اړه هیڅ معلومات وړاندې کړي ندي.

په بیانیه کې د حنا رباني کهر په حواله له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له افغانستان سره ملاتړ ته په داسې حال کې دوام ورکړي چې یاد هیواد له بشري کړکیچ سره مخ دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یوځل بیا پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه هیڅ هیواد یاده ډله په رسمیت پيژندلې نده.

نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول غربي هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کیدو لپاره لومړی د خپلو خلکو رایې او نظر ته درناوی وکړي او د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بقا یوازینۍ لار همدا ده.