روسیه او پاکستان افغانستان کې د 'داعش پر فعالیت اندېښمن' دي

روسیه او پاکستان په افغانستان کې د داعش له حضور څخه اندېښنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال خواجه آصف سره په لیدنې کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر په له منځه وړلو کې د ناټو په مشرۍ د ائتلاف پوځیانو پر هڅو جدي "شک" ښودلی دی.

سرګي لاوروف وایې چې له مسکو او اسلام آباد سره شته اسناد ښیي چې د افغانستان په ختیځ او شمال کې زرګونه داعش جنګیالي فعالیت کوي.

لاوروف وویل چې "د داعش د نفوذ له زیاتېدو څخه اندېښنه" لري.

روسي ديپلومات وویل چې د داعش فعالیتونه "مرکزي آسیا ته او له هغه ځایه روسیې ته د ترهګرو د نفوذ کولو خطر زیاتوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د روسیې د اندېښنو په تائید وویل چې په افغانستان کې داعش جنګیالي "له کنټرول پرته" په زیاتېدو دي.

خواجه آصف ويلي کابل او واشنګټن په افغانستان کې د داعش پراخ حضور نه تائیدوي.

د خواجه آصف په باور داعش جنګیالي "د مرکزي آسیا، پاکستان، چین او بلاخره د فدراتیفې روسیې لپاره خطر دي."

داعش وسله والو او طالب جنګیالیو د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د برید په شمول په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې ګڼ بریدونه کړي دي.

د افغانستان حکومت او امریکا په پاکستان کې میشتې ترهګرې ډلې د افغانستان او سیمې په ناامنه کولو تورنوي.

د داعش فعالیتونو ته په کتو، روسیه او پاکستان د پوځي همکاریو د یو ګډ کمېسیون پر جوړولو موافقه کړې ده. ددغه کمیسیون کار په سیمې کې د داعش لخوا د شته ګواښونو له منځه وړل ښودل شوي دي.

له پاکستان سره د امریکا د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته، اسلام آباد، روسیې او چین ته مخه کړې ده.

د جنورۍ په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان خپلې پوځي مرستې بندې کړې ویې ویل چې اسلام آباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې په شمول د ترهګرو ډلو پر ضد جدی اقدام نه کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

روسیه او پاکستان افغانستان کې د 'داعش پر فعالیت اندېښمن' دي