روسیې د هاګ محکمې دریم چارواکی د خپل تعقیب لاندې کسانو لست کې شامل کړ

د جرمونو نړیواله محکمه

وروسته له هغې چې د جرمونو نړیوالې محکمې (د هاک محکمې) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې په جنګي جرمونو تورن کړ، روسیې ددې محکمې دریم چارواکی د خپل تعقیب لاندې کسانو په لست کې شامل کړ.

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) رپوټ ورکړ چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضي توموکو اکین د "روسیې د فدراسیون د جزا قانون د یوې مادې له مخې" د تعقیب لاندې کسانو په توګه درج شوی دی. خو دغه اژانس پدې اړه نور جزییات ندي ورکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې دوی د اوکراین د ماشومانو د "غیر قانوني اخراج" په تور د پوتین او د روسیې د جمهوري ریاست د ماشومانو د حقونو د کمیشنرې ماریا لووا بیلوا د نیولو امر صادر کړی دی.

اوکرایني مقامات وايي، تر ۱۶ زرو ډېر اوکرایني ماشومان په زوره روسیې یا د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته لېږدول شوي دي. د دغو ماشومانو له ډلې یوازې ۳۲۴ ماشومان خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.

روسیې منلې چې له اوکراین څخه یې زرګونه ماشومان ایستلي، خو وايي چې دا کار یې یوازې د جګړې په ډګر کې د پاتې شویو یتیمانو او ماشومانو د ساتنې لپاره کړی دی.

د هاک د محکمې له پرېکړې درې ورځې وروسته روسیې د جرمونو د نړیوالې محکمې د مشر کریم خان او د دې محکمې د قاضیانو توموکو اکین او روزاریو سلواتور ایتلا پر ضد چې د پوتین د نیولو امر یې کړی و، جنايي دوسیې پرانیستلې.

کریم خان او ایتلا په ترتیب سره د می او جون په میاشت کې د روسیې د تعقیب لاندې کسانو په لیست کې شامل شول.

توموکو ایکین یو جاپانی تبعه دی چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د قاضي په توګه کار کوي. نوموړی تر دې مخکې د نړیوالو قضايي همکاریو لپاره د جاپان سفیر و.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي دي چې "د جرمونو د نړیوالې محکمې د چارواکو په وړاندې د غیر عادلانه او غیر قانوني جبري اقداماتو په اړه ژوره اندیښنه لري".

دغې محکمې ویلي چې "د خپل قانوني ماموریت په ترسره کولو کې ثابت پاتې شي ترڅو نړیوالې ټولنې ته د اندیښنې وړ ترټولو جدي جرمونو حساب ورکونه یقیني کړي."

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.