د روسیې جمهور رئیس چین ته ځي

دا په تیرو شپږو میاشتو کې دویم ځل دی چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، چین ته ځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه، مې ۱۴ (غوایي ۲۵) ویلي چې ټاکل شوې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په روانې اوونۍ کې دې هیواد ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی پوتین د چین د جمهور رئیس، شي جينپېنګ په رسمي بلنې د دوو ورځو لپاره بیجنګ ته ورځي چې د سفر لومړۍ ورځ به یې پنجشنبه وي.

دا په تیرو شپږو میاشتو کې دویم ځل دی چې ښاغلی پوتین پداسې حال کې چین ته ځي چې د همدې تیرې مارچ په میاشت کې یې په روسیې کې د جمهوري ریاست پنځمه دوره پیل کړله.

پوتین تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د چین د جمهور رئیس د"یو کمربند یوه لار" نوښت په فورم کې د ګډون لپاره بیجنګ ته تللی و. د سوداګرۍ او پانګې اچونې دا نوښت په ۲۰۱۳ کال کې پدې هدف پیل شو چې چین د پاتې نړۍ سره ونښلول شي.

لا معلومه نده چې د روسیې جمهور رئیس د کوم هدف لپاره چین ته ځي خو دا سفر داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اوکراین ته تللی او دې هیواد ته یې د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړی.

بلینکن څو اونۍ وروسته له هغه سیمې ته سفر کوي چې د متحده ایالاتو کانګرس د څو میاشتو سیاسي جنجالونو وروسته د اوکراین لپاره د ۶۱ میلیارد ډالرو مالي مرسته تصویب کړه چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د وسلو اړتیا پوره کړي.

دا مطلب هم ولولئ بلینکن د امریکا او چین ترمنځ د اختلافاتو حل غوښتی

بلینکن زیلینسکي ته وویل: "په نږدې وخت کې، مرستې اوس په لاره دي او دا به د روسیې د تیري په وړاندې ریښتیني بدلون راولي."

بلینکن د شپې له خوا د ریل ګاډي په واسطه د پولنډ له لارې کیف ته رسیدلی دی. دا د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې کیف ته د نوموړي څلورم سفر دی.

زیلینسکي د واشنګټن د مرستې مننه وکړه او ویې ویل: "د مرستو ددې کڅوړې په اړه پریکړه زموږ لپاره خورا مهمه وه."