روسیه: چمتو یو د افغانستان نه د برید مقابل کې د تاجکستان حفاظت وکړو

روسیې کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د تاجکستان او ازبکستان سره څو نظامي تمرینات هم وکړل.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اندرې رودینکو وایي مسکو چمتو دی چې د افغانستان نه په ګاونډي تاجکستان د هر ډول یرغل په مقابل کې حفاظت وکړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د ښاغلي رودینکو له قوله ویلي چې د "اړتیا په صورت کې به د تاجکستان سره ټولې لازمې همکارۍ وشي".

د روسیي دې چارواکي ویلي، "داسې راپورونه دي چې طالبان د افغانستان په شمال کې وضعیت نشي کنټرولولی. خو بیا هم مونږ هیله لرو چې هغوي به خپله دا ژمنه چې ) په ګاونډیو به برید نکوي) پر ځای کړي". ښاغلي رودینکو پدې هکله نور جزیات ورنکړل.

په روسیې کې مطبوعاتو کې دا خبر خپور شوی چې طالبانو په افغانستان کې د تاجکانو د یوې وسله والې ډلې سره لاس یو کړی او ښایي دا ډله په تاجکستان د برید کولو پلان ولري. د رویټرز خبري اژانس د روسیې د مطبوعاتو دا راپورونه تائید کړي ندي.

تر دې وړاندې د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان په طالبانو تور پورې کړی و چې د پنجشیر په ولایت کې یې د بشري حقونو نه سرغړاونې کړي.

خو طالبانو بیا د ښاغلي رحمان دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله او تاجکستان ته یې پدې هکله خبرداری هم ورکړی و.

مسکو دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې په مسکو کې یې طالبانو ته په یوې نړیوالې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې .

طالبانو ویلي چې هیات یې پدې غونډې کې د ګډون لپاره روان شوی. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي مطبوعاتو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي به د هیات مشري کوي.

همدارنګه طالبانو د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره تر لیدنې وروسته ویلي چې له دغه هیواد سره ښې اړیکې لري او په راتلوونکي کې به هم دوام ولري.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) د یو حکومتي پلاوي مشرۍ کابل ته راغلی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د کابل او تاشکند تر منځ د لویو اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د برېښنا پروژې، د اوسپنې پټلۍ او مزارشریف د هوايي ډګر د رغولو په اړه خبرې کړي دي.