پر اوکراین د روسیې تر برید څو ساعته وروسته عمران خان د پوتین سره وکتل 

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د یو رسمي سفر لپاره مسکو ته تللی، پر اوکراین یاندې د روسیې د برید څخه څو ساعته وروسته یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، سره ولیدل، تر اوسه ددغو دوو مشرانو د بحث په اړه جزییات ندي خپاره شوي.

روسیې ته د عمران خان سفر چې په څه دپاسه تیرو دوو لسیزو کې مسکو ته د پاکستان د مشر لومړنی سفر دی شاوخوا دوه میاشتې مخکې پلان شوی و او ټاکل شوې وه چې د پاکستان د انرژۍ په اړتیاو متمرکز اوسي.

عمران خان د چهارشنبې په ورځ مسکو ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ د بې نومه سرتیري پر مقبره د ګلانو ګیډۍ کښیښوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، وویل چې واشنګټن روسیې ته د عمران خان د سفر په اړه خبر و او پر اوکراین باندې د روسیې د برید په اړه یې خپل دریځ له هغه سره شریک کړی دی: "هغوی ته مو د جګړې پر ځای د دپلوماسۍ د پرمخ بیولو لپاره د خپلو هڅو په اړه تشریحات ورکړل."

ښاغلي ند پرایس، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ وویل: "باور لرو چې د هر مسول هیواد مسولیت په ټوله نړۍ کې دی چې د هغه څه په وړاندې د خپل مخالفت غږ پورته کړي چې پوتین یې د اوکراین لپاره په ذهن کې لري."

ښاغلي پرایس وویل چې د دموکراتیک او سوکاله پاکستان سره مشارکت اساسي دی او په وینا یې کله چې د ګډو ګټو بحث رامنځته کیږي، د نړۍ هر هیواد باید "د پر مصرفه جګړې نه کرکه، د بې ثباته کوونکې جګړې نه کرکه" په څرګنده او په پرته له ابهام ژبې د روسیې سره په خپلو تعاملاتو کې په ډاګه کړي.

ویل کیږي چې د عمران خان او ولادیمیر پوتین د خبرو په اجندا کې د افغانستان او پدې هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه ګډې اندیښنې او همداشان د سیمه ییزې امنیتي همکارۍ بحث شامل دي.

د روسیې سره د پاکستان اړیکې په څو وروستیو کلونو کې غښتلي شوي که څه هم چې روسیه د پاکستان د ګاونډي او سیال هیواد هند سره هم ژورې او لرغونې اړیکې لري.

په څو وروستیو کلونو کې روسي او پاکستاني پوځیانو څو ځلې ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.