د اوکراین جګړه؛ د کیف د محاصرې ادعا او نور پرمختګونه 

روسي ځواکونو پر اوکراین باندې پوځي بریدونو ته زور ورکړی او د شمال، لویدیځ او شمال ختیځ له لورې د اوکراین پلازمینې کیف ته نژدې شوي دي.

روسي ځواکونو همداشان د واسیلکیف ښار په جنوب کې یو هوایي ډګر ویجاړ کړی دی او د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پوډالیاک ویلي چې کیف ښار «تر محاصرې» لاندې دی. دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین پوځ او رضاکاران د ښار د دفاع لپاره تیاری نیسي.

په ماریوپول کې بشري ناورین

د فرانسې او جرمني مشرانو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یو درې اړخیز ټیلیفوني تماس کې له ښاغلي پوتین وغوښتل چې د ماریوپول ښار محاصره پای ته ورسوي؛ چیرته چې ددې ښار په اوسیدونکو باندې د ۱۱ ورځو راهیسې اوبو بندې شوې او د قحطۍ سره د خلکو د مخامخ کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ددې ښار ښاروال ویلي چې ۱۵۰۰ ملکیان وژل شوي دي او مړي په کوڅو کې پراته دي. دواړو خواو اوکرایني او روسي چارواکو پدې ښار کې بشري حالت غمیزه بللې ده.

اوکراین ادعا کړې چې روسي ځواکونو په یو جومات برید کړی چې ۸۰ تنو په کې پناه اخیستې وه، خو یو شخص ویلي چې بم له جومات څخه ۷۰۰میتره لرې لګیدلی دی.

اوکراین سره د امریکا د ۲۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرسته

پدې ترڅ کې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اوکراین سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي وسایلو د اضافي مرستې امر کړی دی.

واشنګټن دمخه هم د اوکراین سره د ۳۵۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې اعلان کړی و.

له جګړه ځپلو سیمو څخه د خلکو ایستل

د اوکراین د پوځ د استخباراتو ادارې ویلي چې روسي پوځیانو کیف ته نژدې په یو کلي کې د ښځو او ماشومانو په یوې ډلې چې غوښتل یې له سیمې ووځي ډزې کړي اوه تنه یې وژلي چې یو یې ماشوم و.

بلخوا د اوکراین د صدراعظم مرستیال ویلي چې د ۱۴ بشري دهلیزونو له جملې څخه چې د خلکو د ایستلو په مقصد جوړ شوي نهه یې فعال دي او نژدې ۱۳زره کسان توانیدلي چې د شنبې په ورځ ددغو لارو څخه د جګړې له سیمو څخه ووځي.

په جګړه کې د مرګ ژوبلې شمیرې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د روسیې د پوځي یرغل راپدیخوا «شاوخوا ۱۳۰۰» اوکرایني پوځیان وژل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې ښاغلی زیلینسکي د ځواکونو د تلفاتو عمده شمیرې اعلانوي.

روسیې د مارچ په دوهمه ویلي وو چې ۴۹۸ سرتیري یې وژل شوي، خو ښاغلی زیلینسکي وایي شاوخوا ۱۲زره روسي پوځیان وژل شوي دي. متحده ایالات دغه شمیر د ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې اټکل کوي.

همداشان ملګري ملتونه وایي ۵۷۹ تنه ملکي اوکراینیان وژل شوي دي، خو زیاتوي چې ښایي د تلفاتو واقعي شمیرې له دې څخه لوړې وي.

په مذاکراتو کې د مسکو په چلند کې بدلون

د جمعې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې د اوکراین-روسیې په خبرو کې «مطمینا مثبت بدلونونه» رامنځته شوي، ښاغلي زیلینسکي وویل چې د مسکو نوی چلند د مخکنيو خبرو سره توپیر لري په کومو خبرو کې چې مسکو یواځې «د وخت خبرداري ورکول». هغه وایي «خوشحاله دی چې د روسیې له لورې علامیې ویني».

اوکرایني مهاجر

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نن د یکشنبې په ورځ وویل چې نژدې ۲،۷ میلیون اوکراینیان د جګړه ځپلو سیمو څخه تښتیدلي چې د نیمایي څخه زیاته برخه یعنی ۱۶۵۵۵۰۳ تنه یې پولنډ کې دي.

د مارچ تر ۱۲ پورې ۲۴۶۲۰۶ تنه اوکراینیان هنګري کې راجستر شوي دي او بل ګاونډي هیواد سلواکیا ته ۱۹۵۹۸۰ تنه اوکرایني مهاجر ورغلي دي.

همداشان روسیې، مالدوا، رومانیا او یو شمیر نورو هیوادونو ته هم په زرګونو اوکراینیانو پناه وړې ده.

دا په اروپا کې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د مهاجرو تر ټولو ستر کړکیچ بلل کېږي.