په سوریه کې د امریکا د پوځي شتون په زیاتیدو د روسیې انتقاد

امریکایي پوځیان په سوریه کې (عکس - ارشیف)

د روسیې د دفاع وزارت د امریکا د متحده ایالاتو په هغه پلان انتقاد کړی چې غواړي د سوریې په ختیځ کې خپل پوځي شتون وساتي او پیاوړی یې کړي. روسیې ویلي چې د امریکا دغه اقدام تر دې چې امنیتي انگیزه ولري د "تیلو د قاچاقبرانو" د گټو د ساتلو په مقصد شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، د جمعې په ورځ اکتوبر ٢٥ وویل چې ټاکل شوې تازه امریکایي ځواکونه د سوریې په نفتي ساحو کې ځای پر ځای شي چې د تیلو زیرمو ته د داعش ډلې د لاس رسي مخنیوی وکړي.

خو د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې نړیوال قوانین او همداشان د امریکا داخلي قوانین دې هیواد ته اجازه نه ورکوي چې په سوریه کې خپل پوځي شتون زیات کړي.

پدغه اعلامیه کې ویل شوي: "د واشنگټن اوسني اقدامات – د سوریې په ختیځ کې د نفتي ساحو نیول او کنترول کول – په څرگنده یوه نړیواله غلا ده."

پدغه اعلامیه کې ویل شوي چې امریکایي سرتیري او د سوریې په ختیځ کې خصوصي امنیتي شرکتونه د تیلو د قاچاقبرانو په ساتنه مشغول دي چې د روسیې د دفاع وزارت په وینا میاشتنی عاید یې څه دپاسه ٣٠ میلیون ډالرو ته رسیږي.

روسیه چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د رژیم ملاتړې ده تل یې په سوریه کې د امریکا پوځي شتون غیر قانوني گڼلی دی.