روسیه: که اوکراین زمونږ غوښتنې ونه مني، زمونږ پوځ به پریکړه وکړي 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، که اوکراین د مسکو غوښتنې ونه مني، ددې هېواد پوځ به دا مسله له پوځي لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن د ډسمبر په ۲۷مه (مرغومي شپږمه) وویل چې د اوکراین حکومت باید پرېکړه وکړي چې په دغه هېواد کې جګړه څومره دوام وکړي او که کیف د روسیې غوښتنې ونه مني، "دا موضوع به د روسیې د پوځ له خوا حل شي."

د تاس خبري اژانس د لاوروف له قوله ویلي: "اوکراین کولای شي چې بې معنا مقاومت هره شیبه بس کړي."

دغه روسي چارواکي د روسيې د غوښتنو په اړه معلومات ورکړل او وويل چې، د اوکراین د خاورې "غیر پوځي کول او له نازیانو پاکول" او له اوکراين څخه روسيې ته د ګواښونو حذف کول د هغو څلورو سيمو په ګډون چې روسيه يې ادعا کوي د خپلې خاورې سره نښلول په کې شامل دي.

نړیوالې ټولنې له روسیې سره د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا سیمې یوځای کول رد کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسیه کولای شي د خپلو ځواکونو په ایستلو او د اوکرایین د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په بېرته ساتلو سره دغه جګړه پای ته ورسوي.

کیف ویلي دي چې «نه د لاوروف ګواښونه، نه د پوځ جلب او جذب، نه د مهماتو د ترلاسه کولو هڅه او نه هم له ایران سره پټ تړونونه» مرسته کولای شي.

د اوکرایین د ولسمشر مرستیال میخایل پودولیاک ویلي چې برعکس اوکراین به روسیه بې وسلې کړي او «اشغالګر به له اشغال شویو سیمو څخه وباسي».

تر دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د فبرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د سولې د غونډې غوښتنه کړې وه، خو هغه ویلي وو، چې روسیه په هغه صورت په کې ګډون کولای شي چې د هاګ په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

د کولیبا وړاندیز ته په غبرګون کې، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي وو چې "روسیې هیڅکله د نورو لخوا ایښودل شوي شرایط نه دي تعقیب کړي." پیسکوف دا هم وویل چې روسیه "یوازې خپل سلیم عقل" تعقیبوي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او اسوشیټیډ پریس له راپورونو څخه کار اخیستل شوی دی.