اوکراین کې په یوې ودانۍ د روسیې په بمبارۍ کې ۱۵ تنه وژل شوي

په اوکراین کې چارواکي وایي د هیواد په ختیځ کې د روسیې د توغندیو په برید کې چې یوه ودانۍ پکې لګیدلې، لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي. دا کسان پداسې حال کې وژل شوي چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د دنباس په سیمه کې د خپل کنټرول لا پراخیدل غواړي.

په سیمه کې د عاجلو خدماتو د څانګې مشر چاسیف یار د روسیې د دې بمبارۍ په هکله لیکلي چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ۱۵ کسانو مړي میندل شوي او پنځه کسان د خاور خزلو څخه ژوندي ایستل شويدي.
په همدې حال کې د دونیڅک والي پاولو کارالینکو ویلي چې برید په یوې څلور پوړېزې ودانۍ شوی او لږ تر لږه ۳۰ تنه د خاورو خزلو لاندې شوي. ښاغلي کارالاینکو ویلي چې په برید کې د اوراګان توغندي څخه کار اخیستل شوی و.
.
په سیمه کې د فرانس پریس خبري اژانس یوه خبریال هغه ودانۍ چې توغندی پرې لیګدلی لیدلې ده او ویلي یې دي چې په برید کې د ودانۍ یوه برخه نړیدلې او لس ګونه د ژغورنې عمله لګیا وه چې د خارو خزلو د لاندې څخه ژوندي او مړي را وباسي.

وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د لوهانسک په سیمه کې د بري اعلان وکړ، روسي ځواکونو ته لارښوونه وکړله چې د ونییڅک په نیولو دې تمرکز وکړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه جولای ۴ (چنګاښ۱۳) د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په ولایت کې وروسته تر هغه د بري اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونو د لیسیچانسک ښار چې د هغوي وروستی قوي مرکز و ، پریښود.

په لوهانسک کې د بري د اعلان کولو څخه سمدستي روسي ځواکونو په ګاونډي ولایت دونیڅک کې جګړې ته زور ورکړ. دا ولایت د اوکراین د دنباس په صنعتي سیمه کې مهم ولایت دی چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د یرغل په پیل کې هم د کنټرول غوښتنه کړې وه.

پوتین وروسته تر هغه د دنباس سیمې ته مخه کړله چې د ولادمیر زلینسکي د حکومت په ړنګولو او د اوکراین د پایتخت کیف په نیولو کې روسي ځواکونه پاتې راغلل.

د دونیڅک ولایت نیمایي برخه د روسي ځواکونو په لاس کې ده او اوکرایني چارواکي وایي چې په سیمه کې جګړو زرو اخیستی.