روسیه: طالبانو سره مو اړیکې د بین الافغاني سولې لپاره دي

په کابل کې د روسیې سفارت یو ډپلومات وایي، له طالبانو سره د دغه هېواد تماسونه د دې لپاره دي، چې مسکو دغه ډله د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وهڅوي.

په کابل کې د روسیې د سفیر مرستیال البرت خوزیف د پنجشنبې پر ورځ "د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې د ارزونې" په یوه ناسته کې وویل، چې روسیه له طالبانو سره د بین الافغاني سولې په تړاو په تماس کې ده، خو له دغې ډلې څخه هېڅ ډول ملاتړ نه کوي.

په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه

ښاغلي خوزیف وویل:"د روسیې لخوا طالبانو ته هېڅ ډول مالي او د وسلو د ورکړې ملاتړ وجود نه لري، کوم تماسونه چې موږ له طالبانو سره لرو غواړو، چې د بین الافغاني سولې لپاره ترې ګټه واخلو".

دغه غونډه، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز لخوا جوړه شوې وه، د سولې عالي شورا چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.

د یادې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم وویل، چې د مسکو په ناسته کې روسانو چې د ځان لپاره څه په پام کې نیولي وه هغه یې تر سره کړل، خو د سولې د عالي شورا او طالبانو د استازو ترمنځ یې یو ډول چلند نه کاوه او د سولې لپاره یې هم له موجودو فرصتونو ګټه پورته نه‌کړه.

ښاغلي سلیم وویل:"له کوم فرصت څخه چې روسانو باید ګټه پورته کړې وای، پورته یې نه کړه، زه شخصاً په دې نظر یم که چیرې ورته ناسته یو ځل بیا ترسره شي، د سولې عالي شورا ته مناسبه نه ده، چې ګډون وکړي ددې لپاره، چې د طالبانو کمپاین کولو ته ډېر وخت او فرصت ورکړل شو".

د نومبر میاشتې په نهمه نېټه د افغانستان د سولې په تړاو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې یوه ناسته تر سره شوه، چې د طالبانو ه شمول دولس هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.

دا مطلب هم ولولئ لاوروف: د مسکو غونډې هدف بین الافغاني ډیالوګ ته لاره پرانیستل دي

که څه هم د افغان حکومت استازو په دغه ناسته برخه نه لرله ، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا یو څلور نفري هیئت په کې ګډون کړی وو.