روسیه: د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه کې ګډون نکوو 

روسیه وايي د اوکراین په اړه د دوی دلایل نه اورېدل کېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی نن پنجشنبه مۍ لسمه (غوايي ۲۰) د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ګډون نکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کیف په غوښتنې سره به پنجشنبه یوه ځانګړې غونډه راوبولي‌ چې «د روسیې د یرغل له کبله هلته د بشري حقونو خرابېدونکی وضعیت» وڅېړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا نن وویل چې «د روسیې استازي به په خپل ګډون سره هغې نوي سیاسي نندارې ته مشروعیت ورنکړي چې د فوق العاده غونډې تر نامه لاندې» جوړېږي.
د فرانسې خبري اژانس وايي ماریا زخاروفوا په یوې اعلامې کې ویلي دي: «له بده مرغه، د دغو ځانګړو پوځي عملیاتو [په اوکراین یرغل] د اهدافو په اړه زموږ دلایل او وضاحتونه او هلته رښتینی وضعیت له پامه غورځول شوي‌ دي.»

هغې ویلي دي چې «د روسیې په ضد د لویدیځ په دغو نویو اقداماتو کې به» هم د مسکو دلایل او وضاحتونه نه اورېدل کېږي.

روسیه د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو د شورا غړې وه، خو تېره میاشت د اپریل‌ په اوومې نېټې کې په دغې شورا کې یې غړیتوب او د شورا په غړو هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د قضاوت کولو په غونډې کې یې ګډون وځنډول شو.

روسیه هم له دغې پرېکړې وروسته له دغې شورا څخه ووتله.

د مارچ په څلورمه، دغې شورا په اوکراین کې د روسیې د جنګي جنایاتو په اړه د پلټنو مسئله راپورته کړه.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی. امریکا او ناټو دا یرغل غندلی، په روسیې یې قوي‌ ‌بندیزونه لګولي او له یوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې پیل کړې دي.