اوکراین: له دونباس څخه دفاع کوو، روسیه: د اوکراین لیمن ښار مو نیولی

اوکرایني سرتیری د راکټ د توغولو پرمهال

روسي ځواکونو د شنبې په ورځ مې ۲۸ (غبرګولي اومه) تائید کړه چې د اوکراین په ختیځ کې یې د لیمن په نامه ستراتیژیک ښار نیولي دي.

دغه ښار د اوکراین په ختیځ کې د سلویانسک او کراماتورسک ښارونو ته پر لار پروت دی ، هغه سیمې چې تر اوسه د اوکرایني ځواکونو سره دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د دونڅک د بیلتون غوښتونکو ملیشو او د روسي ځواکونو له ګډو اقداماتو وروسته، کراسني لیمن ښار په بشپړ ډول له اوکرایني ملتپالو څخه ازاد شوی دی.

کراسني لیمن چې د یاد ښار زوړ نوم دی او له جګړو مخکې یې کابو ۲۰ زره نفوس درلود د اوکراین د ختیځ دونڅک سیمې په شمال کې پروت دی.

روسیه په داسې حال کې د اوکراین په ختیځ کې د لیمن ښار د نیولو خبر ورکوي چې اوکرایني چارواکي وایي هغوی به د دونباس د دفاع لپاره هرڅه وکړي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د جمعې په ماښام مې اوه ویشتمه وویل چې روسیې ځواکونو پر دونباس سیمه پراخ راکټي او هوایي بریدونه پیل کړي او دې سیمې ته یې زیاتې وسلې او پوځيان راوستي دي .

خو نوموړي زیاته کړه:"موږ له خپلې خاورې څخه په هغه شکل دفاع کوو چې زموږ اوسنۍ دفاعي منابع اجازه راکوي. موږ یې د زیاتیدو لپاره هر کار کوو."

روسیې اوس خپل ټول تمرکز د اوکراین دونتڅک او لوهانسک سیمو ته اړولی کوم چې دونباس جوړوي او د اوکراین صنعتي زړه ګڼل کیږي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي مسکو تورن کړی چې "نسل وژنه" یې پیل کړې ده.

د روان میلادي کال د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې د دواړو لورو په زرګونه کسان وژل شوي ‌او ۶.۶ میلیونه اوکراینیان یې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړي دي.

راپورونه وایي چې مسکو د بندري ښارونو کیرسون او ماریوپول په ګډون د اوکراین په ختیځ کې یو شمیر سیمې نیولي دي.

په امریکا کې د جګړې د مطالعاتو یو انستیتوت وایي:" روسي ځواکونو په تیرو څو ورځو کې د اوکراین په ختیځ کې په درنو جګړو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي، سره له دې چې په مجموع کې د اوکراین دفاع موثره پاتې شوې ده.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن غواړي د اوکراین د جګړې لپاره هغه هیواد ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو سیستم ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویاند وزارت ویاند جان کربي دا تائید نکړه چې اوکراین ته د M270 راکټي سیستم د لیږد پلان لري.

دغه راکټي سیستم چې تر ۳۰۰ کیلومترو پورې هدف ویشتلی شي، اوکراین سخته اړتیا ورته لري.

ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی