روسیه وایي ځواکونو یې نوي اتومي تمرینونه پیل کړي

د روسیې د اتومي تمرین یوه برخه

روسیې نن سه شنبه اکتوبر ۲۹ (لړم اته) وویل چې د دغه هېواد پوځ د ولسمشر ولادیمیرپوتین تر څار لاندې نوي اتومي تمرینات پیل کړي.

دا تمرینونه داسې مهال کېږي چې پوتین څو ځلې د اتومي وسلو د استعمال ګواښ کړی او تېره میاشت یې وویل چې د اتومي وسلو استعمال به زیاتوي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په دغو تعلیمي تمرینونو کې هوايي، ځمکنیو او سمندري ځواکونو برخه واخیسته او ستراتېژیک, بم غورځوونکو الوتکو پروازونه وکړل او بین البراعظمي بالستیک میزایل هم وکارول شول.

د روسیې دفاع وزارت وایي چې بین البراعظمي میزایلونه یې د روسیې د کاماچتکا په ټاپوزمه کې توغولي او په بریالي ډول یې توغولي دي.

دغه وزارت همدغه راز ویلي دي چې نور میزایلونه په شمالي قطب کې د بارنتس په بحیرې او د روسیې لېري ختیځ کې د اوخوتسک په سمندر کې له اوبتلونو څخه توغول شوي دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د میزایلونو د توغولو ځينې تصویرونه خپاره کړي دي.

د روسیې ولسمشر د سپتمبر په میاشت کې د اتومي پروګرام په مفکورې کې د بدلون غوښتنه وکړه چې ځواکونه یې وکولای شي د یو لوی هوايي برید په مهال ترې استفاده وکړي او ځواب ووايي.

د وړاندیز شویو پیشنهادونو په اساس، روسیه د هر هغه هېواد برید،‌ چې اتومي وسلې نه لري، خو بل اتومي ځواک ملا تړی وي چې ظاهرآ اوکراین یې هدف دی، د دواړو هېوادونو له لوري برید ګڼي.

پوتین له هغه وروسته دا وړاندیز وکړ چې اوکراین هڅه کوي، د لېرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو لپاره اجازه او د روسیې په داخل کې اهداف په نښه کړي. خو کیف لا په دې اړه کوم مثبت ځواب ترلاسه کړی نه دی.