کابلوف: سپټمبر میاشت کې د مسکو فارمټ غونډه د ټولشموله حکومت په اړه بحث کوي

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ غونډه به د سپټمبر د میاشتې په ۲۹ د روسیې فدراتیف د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې جوړه شي.

ضمیرکابلوف د روسیې د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې،چې د دوشنبې په ورڅ جولای ۳۱ (زمري نهم) خپره شوې ویلي، چې ددغې غونډې په اجندا کې د طالبانو د لنډ مهاله حکومت د ټولشموله کیدو موضوع هم شامله ده.

ښاغلي کابلوف ویلي:" تراوسه مونږ په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی لیدلی. د همدې له مونږ غونډه بللې، چې په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړو".

ضمیر کابلوف ویلي، چې په کازان کې د مسکو فارمټ د غونډې برخه وال به د تروریزم ضد اقداماتواو د نشه يي توکو څخه زیږیدلو جنایاتو اړوند مسلو هم خبرې وکړي. هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت تر څنګ ددغې غونډې ته د بلل شوو نیمايي استازو په دې غونډه کې له وړانډې په خپل ګډون تائید کړی دی.

ښاغلي کابلوف ویلی:" مونږ پاتې نورو ګډونوالو تائید ته لا منتظر یوو لا هم د تائید لپاره پوره وخت شته دی".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې هغه ته په مسکو کې د افغانستان په تړاو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې، چې مولوي متقي هم دا بلنه منلې ده.

د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې په مسکو کې د طالبانو د استازو د ګډون پرته جوړه شوې وه.

د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوی دي. ددې غونډې په برخه والو کې روسیه، هندوستان، قزاقستان قیرغزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان استازي شامل دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان واک ترلاسه کړی، خو په تیرو شاوخوا ۲۳ میاشتو کې د دغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

خو د چین، روسیې، اروپايي ټولنې او یو شمیر ګاونډیو او سیمې د هیوادونه سفارتونه په کابل کې پرانیستي او په شمیر هیوادونو کې د طالبانو د حکومت دپلوماتان د افغانستان په سفارتونو کې کارکوي.

طالبانو سره د خبرو په اړه امریکايي چارواکو څرګندونې

روسیې د مسکو فارمټ د راتلوونکې غونډې د جوړیدو د نیټې اعلان تیره ورځ په داسې حال کې کړی، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوي په دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو د لوړ پوړو چارواکو سره د بشري حقونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

افعان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې میرمن رینا امیري د دوحې د کتنې وروسته ویلي، چې د طالبانو د حکومت د استازو سره یې دا کتنه د مدني ټولنې د استازو د غوښتنې له مخې کړې ده.

میرمن امیري د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای، طالبانو سره خبرو ته کښیناستله.

میرمن ویلي:"موږ د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خلاصون، د جسمي مجازاتو ختمول، په رسنیو او بیان آزادیو د فشار ختمول وغوښتل، موږ ټینګار وکړ چې د امنیت، اقتصادي پرمختیا او ثبات د ترلاسه کولو لپاره، د هیلو او بشري پانګو ساتلو او له نړیوالې ټولنې سره د دریځ په ښه کولو کې، بشري حقونو ته درناوی اساسي ارزښت لري".

همداشان افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم ددې دوو ورځینو خبرو په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د بشري وضعیت په ګډون یې په اقتصادي وضعیت، د افغانانو بشري اړتیاو، امنیتي ژمنو، نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه بحثونه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې پدې غونډو کې د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، تورو لیستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوي دي.