په اوکراین کې د روسیې په برید کې ۲۲ تنه ټپیان شوي

اوکرایني مقاماتو ویلي چې د اوکراین د لویدیځ ترنوپیل سیمې په چورتکیف ښار باندې د روسي پوځیانو په برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.

د ترنوپیل والي ولادمیر تروش، د یکشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۲) وویل څلور میزایل چې «ټول د تورې بحیرې څخه توغول شوي وو» د شنبې په وړرځ پدغه ښار ولګیدل.

هغه وویل ټپیان چې اوه ښځې او یو ماشوم په کې شامل دي روغتون ته انتقال شوي دي.

ددغه اوکرایني مقام په وینا ددغو میزایلو د لګیدلو په وجه یو پوځي دفتر په قسمي توګه ویجاړ شوی دی او په شاوخوا کې یې د اوسیدنې ودانیو ته هم تاوان رسیدلی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې پر چورتکیف ښار باندې په بریدونو کې "د ټانګ ضد میزایلو د سیستم یوه ستره ذخیره، د هوایي دفاع لږدیدونکي سیستمونه او د متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو له لورې د کیف رژیم ته برابر شوي راکټونه" له منځه وړل شوي دي.

چورتکیف د روسیې له یرغل دمخه شاوخوا ۳۰زره اوسیدونکي درلودل، دا ښار د رومانیا سره د اوکراین د پولې په ۱۴۰ کیلومترۍ او د اوکراین د لویدیځ ستر ښار لفیف په ۲۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د اوکراین د ختیځو او جنوبي ساحو برخلاف چې د روسیې د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴ نیټې له یرغل وروسته تل د روسي پوځیانو له لورې پرې بریدونه کیږي، ددې هیواد لویدیځې سیمې د کمو راکټي بریدونو سره مخامخ شوي دي.

د اوکراین پر لویدیځ باندې د روسیې بریدونه د هغو پوځي تاسیساتو د له منځه وړلو په مقصد کیږي چې په کې د لویدیځو هیوادونو له لورې اوکراین ته برابر شوي پوځي تجهیزات او وسلې ذخیره شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د جګړې په لومړیو کرښو کې یو شمیر اوکرایني مقاماتو ویلي چې ددې هیواد د پوځ مهمات د خلاصیدو په حال کې دي او د سمدستي نړیوالو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد یې د وسلو د ترلاسه کولو لپاره د نورو هیوادونو سره په مذاکراتو بوخت دی.