چارواکي: د اوکراین ختیځ کې د روسي ځواکونو بریدونو کې ۲۱ اوکراینیان وژل شوي

اوکرایني چارواکي وایي د سه شنبې په ورځ مې دریمه (غوایي ۱۳) د روسیې ځواکونو په بریدونو کې ۲۱ ملکي کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي‌ دي.

د اوکراین د دونڅک سیمې والي پاولو کیریلنکو د خپل ټلیګرام پر پاڼه لیکلي:" د اودویکا په سیمه کې د کیمیایي موادو پر یوې فابریکې د روسي یرغلګرو په راکټي بریدونو کې حد اقل ۱۰ کسان وژل شوي‌ ۱۵ نور ټپیان شوي‌ دي."

د کوک په نامه د کیمایي موادو دغه فابریکه چې په اروپا کې یوه له سترو فابریکو شمیرل کیږي، په تیرو کلونو کې څو ځله د روسیې له ملاتړ څخه د برخمنو بیلتون غوښتونکو اوکراینیانو له برید سره مخ شوېده.

د سه شنبې ناوخته د دونڅک والي وویل چې پنځه نور کسان د لیمن په نامه یوه ښارګوټي کې د روسیي ځواکونو په راکټي بریدونو کې ووژل شول.

ښاغلي کیریلنکو زیاته کړه، دا یوه میاشت مخکې په دغه هیواد کې د ریل ګاډي پر یوه تمځای د برید څخه را پدیخوا چې پکې ۵۹ کسان ووژل شول، د تلفاتو تر ټولو ستر رقم دی.

دغه اوکرایني چارواکي وویل:" هر جنایت چې زموږ په خاوره کې کیږي، روسان به یې سزا وویني."

روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې پر هغو برخو خپل بریدونه زیات کړي چې کیف نیولي دي.

اوکراین کې ټرافیکي پيښې ۱۷ کسان ووژل

اوکرایني چارواکو د سه شنبې په ورځ مې دریمه (غوایي ۱۴) وویل د هغه هیواد په غرب کې د یو مسافر وړونکي بس او د تیلو یو لیږدونکي ټانکر د ټکر له امله لیږ تر لیږه ۱۷ کسان ووژل شول.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کفنرانس کې وویل "د سړک ناوړه پیښه" ددغه هیواد په غرب کې د ریونه په نامه سیمه کې شوې ده.

زیلینکسي د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د خواخوږۍ تر څنګ وویل:" یو بس، یو موټر او د تیلو یو ټانکر سره ټکر وکړ. تر اوسه د ۱۷ کسانو مړینه تائید شوې ده، د قربانیانو شمیر ممکن ډیر وي."

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، داسې نښکاري چې دا پیښه دې په اوکراین کې د روسیې له جګړې سره مستقیم ارتباط ولري، هغه جګړه چې دریمې میاشتې ته داخله شوې ده.