اوکراین: یوې اټومي بټۍ ته نږدې د روسیې په برید کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي

اوکراین د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۰ (زمري ۱۹) وویل د دې هیواد د اټومي بریښنا د تولید یوې بټۍ ته نږدې د روسیې په راکټي برید ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

بلخوا جي اوه یا د اوو شتمنو هیوادونو ډلې خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا ددغه اټومي بټۍ کنټرول "سیمه په خطر کې اچوي."

د اوکراین د مرکزي سیمې یو چارواکي والیټین ریزنچینکو په خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې په ماښامنیو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي چې د پنځو روغتیایي وضعیت خراب ښودل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې "دا یوه ناوړه شپه وه". هغه له خلکو له وغوښتل چې د خبرداریو په اوریدو سره ځانونه خوندي کړي.

نوموړي لیکلي:" له تاسو غواړم او زارۍ درته کوم... مه پریږدئ چې روسان تاسې ووژني."

بلخوا یو بل سیمه ایزو چارواکي ویلي د چهار شنبې په ورځ د اوکراین د ژاپورژیا سیمې پر یو کلي د روسیې د مزایلو د لګیدو له امله یوه میرمن ووژل شوه.

سیمه ایزو چارواکو زیاته کړې چې راکټونه د بریښنا پر کیبلونو هم لګیدلي او په زرګونه کسان یې د بریښنا له نعمت څخه بې برخې کړي دي.

اوکراین او روسیه یو بل د اټومي بتۍ شاوخوا چې شپږ ریکټورونه لري د راکټونو په توغولو تورنوي.

اوکراین وایي روسیې د مارچ په څلورمه نیټه د یادې بټۍ تر نیولو وروسته هلته په زرګونه پوځیان او مهمات ځای پرځای کړي دي.

د اټومي بټۍ په شاوخوا کې تاوتریخوالي په ۱۹۸۶ کې د جرنوبل د اټومي‌ بټۍ ناورین په یادوي چې د سلګونو کسانو د وژل کیدو او په یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د راډیو اکتیف ګازو د خپریدو لامل شوه.

د جي اوه ډلې د روسیې له خوا د یادې دستګاه نیول غندلي او له مسکو څخه یې غوښتي دي چې ډیر ژر یې کنټرول اوکراین ته وسپاري.

د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یادې دستګاه اوکرایني کارکوونکي‌ باید وکړای شي چې له تهدید او فشار پرته خپل کار ته دوام ورکړي.