اروپایي هیوادنه ختیځې اروپا کې د ناټو د حضور ډیریدل غواړي خو روسیې د ځواب خبرداری ورکړی

پداسې حال کې چې د مرکزي او ختیځې اروپا نهو هیوادنو له ناټو غوښتي چې په ختیځې اروپا کې دې خپل حضور ډیر کړي خو روسیې خبرداری ورکړی چې په پولینډ کې د ناټو د ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته به ځواب ووایي.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال اولیک تیاپکین له قوله ویلي چې د روسیې ځواب به مناسب وي او هدف به یې د روسیې فدارسیون ته د احتمالي ګواښ "شنډول" وي.

د بلغاریې، چک جمهوریت، استونیا، هنګري، لیتویا، لتوانیا، پولینډ، رومانیا او سلواکې جمهور رئیس پداسې حال کې د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان نه په ختیځې اروپا کې د حضور د ډیریدو غوښتنه کړې چې ټاکل شوې د دریو اوونیو په لږې مودې کې د هسپانې په پایتخت مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه وشي.

دې هیوادونو د ناټو څخه دا غوښتنه په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې کړې.
د رومانیې جمهور رئیس د غونډې په پیل کې وویل چې ش"په تورې بحیرې او رمانیې کې د امنیتي خطرونو ډیریدو ته په کتو، دا ډیره حیاتي او مهمه ده چې ناټو په ختیځې اروپا کې خپل جضور په متوازنه او یو موټي توګه منسجم کړي".

په غونډه کې ټینګار وشو چې د ناټو د ټولیز امنیت یا پنځمې مادې پر سر بحث به د دې مشرانو د غونډي د بحث اصلي موضوع وي او د اوږده مهال لید لوری به ورته وټاکل شي.

د ناټو پنځمه ماده پدې معنی چې که ددې سازمان په یو غړي برید وشي، معنې یې په ټول سازمان برید دی.

په عین حال کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره چارشنبې جون ۸ د پولینډ د جمهور رئیس په ټیلفون کې خبرې کړي او د ختیځې اروپا د امنیت لپاره یې د امریکا د ژمنتیا ډاډ ورکړی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلي بایډن هیله څرکنده کړې چې د ختیځې او مرکزي اروپا د مشرانو دا غونډه بریالۍ وي.

ناټو په ۲۰۱۷ کال کې پولینډ او بالتیک هیوادونو ته د روسیې د مخنیوي لپاره د جګړې ګڼ شمیر ډلې واستولې چې د بیلا بیلو هیوادونو سرتیري پکې و، او وروسته تر هغه چې د فبروري په میشات کې روسیې په اوکراین یرغل وکړي، ناټو دې هیوادونو ته کمکي سرتیري واستول.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال مرچیا جیوانا هم تیره میاشت وویل چې دا سازمان نور خپلو پخوانیو ژمنو ته محدود ندی چې په ختیځې اروپا کې به ځواکونه نه ځای پر ځای کوي.

ښاغلي جیوانا مې ۲۹ (غبرګولي۸) د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې پخپله روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین په یرغل کولو سره د ناټوروسیې د تاسیس قانون د هر ډول محتوا له کبله باطل کړ.

د "دوه اړخیزو اړیکو، همکارۍ او امنیت قانون" هدف چې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی، د ناټو او روسیې تر منځ د اړیکو احیا کول دي. پدې قانون کې دواړو خواوو (روسیې او ناټو) موافقه کړې وه چې د مرکزي او ختیځي اروپا په ګډون به په ټولې اروپا کې ځواکونه په احتمالي توګه د ګواښنې لپاره نه ځای پر ځای کوي.
د ناټو مرستیال پدې مرکې کې په اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې سره وویل، " هغوي پریکړې وکړلې. هغوي ژمنې کړې وې چې په ګاونډیو به یرغل نکوي خو دا کار یې وکړ. او دا چې د ناټو سره په منظمه توګه سلا مشورې کوي چې نه یې کوي".

د شمالي اتلانتیک د تړون دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې روسیه د دې قانون د شرایطو څخه چې په ۱۹۹۷ کال کې لاسلیک شوی، لیرې شویده. هغه وویل "فکر کوم په حقیقت کې د تاسیس قانون په اساسي توګه د روسیې له کبله نور له کاره لویدلی"