مالیې وزارت د لوړ رتبه دولتي مامورینو معاشات کموي

د افغانستان مالیې وزارت وايي، د دولتي‌ مامورینو په معاشاتو کې د مساواتو راوستلو په هدف د لوړپوړو دولتي مامورینو معاشات راکموي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د چهارشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۲۸مه» امریکا غږ ته وویل چې له تېرو څو کلونو د دولت شل سلنه لوړ رتبه مامورینو د ۸۰ سلنو ټیټ رتبه مامورینو په پرتله لوړ معاشونه اخیستل چې دا یو غیر مناسب تفاوت و.

نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت د حکومت د مشر تابه د غوښتنې په اساس په دې اړه یوه طرحه تېره ورځ د افغان حکومت کابینې ته وړاندې کړه.

مالیې وزارت وايي، دغه طرحه به په امتحاني ډول په راتلونکې ۱۳۹۸کال کې لومړی له مالیې وزارت څخه پیل شي چې تر هغه وروسته به د ټول حکومت په سطحه تصویب شي.

ښاغلي‌ مسجدي وویل چې په دې سره به د ټیټ رتبه دولتي مامورینو معاشونه یوه اندازه لوړ شي چې تر یوې اندازې به د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

​هغه وویل:"مخکې به زموږ یو اجر، یا موټر چلوونکي یا هغه څوک چې په دفتر کې به یې پاکاري کول شپږ یا اوه زره افغانۍ معاش اخیست، اوس دغه معاش دیارلس، څوارلس زره افغانیو ته رسېږي، او هغه ټیټ رتبه مامور چې معاش به یې اته، نهه زره وو اوس د هغه معاش تقریباً اتلس، یا شل زره افغانیو ته رسېږي او موږ داسې رئیسان او معین صاحبان لرل چې درې لکه درې نیم لکه افغانۍ معاشات به یې اخیستل او هغه دوه لکه او دوه لکه شل زره ته راټیټېږي."

نوموړي زیاته کړه چې د دغه طرحې عملي کول به له فساد سره د مبارزې ترڅنګ د دولتي مامورینو د کاري وړتیاو له لوړولو سره همکاري‌ وکړي.

دغه وزارت وايي چې دغه معاشونه به د افغانستان د ملي عوایدو څخه برابرېږي.

د حکومتي مامورینو د معاشونو ترمنځ د توازن نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي چې ګڼو ټیټ رتبه مامورینو یې په اړه وار وار شکایتونه کړي.