صالح غني ته: د خلیلزاد د مکالماتو پټې ثبت شوې ویدیوګانې دې خپرې شي

وروسته له هغې چې امریکایي مقاماتو د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د هغه هیواد د نظام د پاشل کیدو عامل وګاڼه، د افغانستان د پخواني حکومت د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، په څو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو بهرنیو پلایو د خبرو د جزییاتو د خپریدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي صالح د سه شنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) د ټویټر په څو پیغامونو کې زلمی خلیلزاد "فریب‌کار" ګڼلی او ویلي یې دي چې د هغه او نورو بهرنیو پلایو حضوري او تیلیفوني خبرې "په سري توګه" ثبت کیدلې.

ښاغلي صالح محمد اشرف غني ته په خطاب کې لیکلي چې دغه ثبت شوې ټیپونه له ارګ څخه ایستل شوي او په وینا یې "د مخ په زیاتیدونکو شایعانو سره د مقابلې" لپاره باید خپرې شي. هغه لیکلي دي: "هیله لرم چې دغه [ټیپونه] درسره وي. اوس یې [د خپریدو] وخت دی."

درې ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې حتا کابل ته د طالبانو له راتګ یوه ورځ مخکې ښاغلي غني له ده سره په تیلیفوني تماس کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته د واک د سپارلو ژمنه کړې وه او ویلي یې وو چې که طالبان د روغې جوړې له لارې رامخ ته نشي د مرګ تر شیبې به د هغوی سره وجنګیږي.

ښاغلي بلینکن وویل چې محمد اشرف غني د ژمنې برخلاف یوه ورځ وروسته له افغانستان څخه وتښتید.

له دې دمخه زلمي خلیلزاد په واشنګټن ډي سي کې د کارنیګي بنسټ په یوه آنلاین غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو دوه عمده عاملونه درلودل چې په وینا یې یو یې د غني "لجاجت" او دویم یې ددې هیواد د مشرانو "خودخواهي" وه.

امرالله صالح په یو بل ټویټر لیکلي دي: "پداسې حال کې چې افغانان د تراژیدۍ او ستر مصقت سره مخ دي، ګورو چې خلیلزاد په مسکا طالبانو او د حقاني شبکې تروریستانو ته لابي‌ګري کوي. هغه د ۹۰مې لسیزې خپلو ادبیاتو او تفسیر ته ګرځیدلی، کله چې سترو نفتي شرکتونو هغه ته پیسې ورکولې. هغه [خلیلزاد] تر وروستۍ شیبې د دوحې د تړون محرمې ضمیمې له مونږ نه پټې کړې. ولې هغه دومره خوشحاله دی؟"

محمد اشرف غني تر اوسه د امریکایي مقاماتو له لورې پر هغه باندې د لګیدلو تورونو په اړه مشخص غبرګون ندی ښودلی،. هغه له افغانستان څخه له وتلو وروسته دوه ځلې یو ځل د افغانستان څخه د وتلو د دلیل په هکله او بل ځل د افغانستان نه د وتلو پر وخت د ځان سره د پیسو د ایستلو د تورونو د ردولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

ښاغلی غني چې اوس په متحده عربي اماراتو کې اوسیږي او د افغانستان څخه د وتلو دلیل د وینې تویېدنې مخنیوی ګڼلی دی او همداشان د خپل او د خپلې کورنۍ د غړو د شفافو مالي کارنامو دفاع کړې ده.

محمد اشرف غني د روان کال د اګست په ۱۵په هیلیکوپتر کې د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ څخه ووت او څو شیبې وروسته طالب جنګیالي ارګ او د هغه د کار دفتر ته ننوتل.