صالح: طالبانو پنجشیر ته نژدې خپل جنګیالي ځای په ځای کړي

طالبانو په پنجشیر کې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د نوي راټوکیدونکي مقاومت د ځپلو لپاره پنجشیر ته نژدې په سلګونو جنګیالي ځای په ځای کړي دي.

امرالله صالح چې ځان د افغانستان د جمهوري ریاست مشروع سرپرست اعلان کړی دی په یو ټویټ کې یې لیکلي چې طالبانو وروسته له هغې دا اقدام وکړ چې ددې ډلې په لسګونو جنګیالي د مقاومت د ځواکونو په کمین کې محاصره شول.

ښاغلي صالح لیکلي: "په عین وخت کې د مقاومت ځواکونو د سالنګ لویه لاره هم بنده کړې. داسې سیمې شته چې باید له ورتللو څخه ډډه وشي. د لیدلو په هیله."

د احمد مسعود سلاکارانو د امریکاغږ ته ویلي سره له دې چې د ملي مقاومت جبهه ښاغلی صالح د ولسمشر په توګه په رسمیت نه دی پیژندلی، خو هغه له دغې جبهې سره یو ځای شوی دی.

طالب جنګیالي پداسې حال کې پنجشیر ته نژدې ځای په ځای شوي چې د احمد مسعود د جبهې متحد ځواکونه چې د افغانستان د پوځ پاتې قطعې، د پوځ ځانګړي ځواکونه او د محلي ملیشو قواوې په شامل دي په اندراب کې له طالبانو سره نښتي دي.

د طالبانو ضد جنګیالیو تیره اونۍ د بغلان ولایت درې ولسوالۍ چې پنجشیر ته نژدې پرتې دي بیرته ونیولې.

د طالبانو ډلې پرون احمد مسعود ته څلور ساعته وخت ورکړ چې پنجشیر هغوی ته وسپاري. خو ښاغلي مسعود وویل سره له دې چې جګړه نه غواړي او غواړي د مذاکرې له لارې ستونزې حل کړي، که طالبان برید وکړي په وړاندې به یې ودریږو.

د ښاغلي مسعود ویاند علي نظري ویلي چې تر اوسه په خبرو کې هیڅ ډول پرمختګ ندی شوی. خبرې په عمده توګه د دواړو اړخونو له خوا په پاکستان کې د استازو له لارې کیږي.

ښاغلي نظري له یو ناڅرګند ځای څخه د امریکاغږ ته وویل چې د مقاومت جبهه د پنجشیر څخه د طالبانو د لرې ساتلو لپاره پوره ځواکونه لري.