صالح: خلک دې ښاري موټرو کې د ماین ایښودونکو نیولو کې مرسته وکړي

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل ښار کې پرونیو چاودنو ته په اشارې د امنیت د ټینګښت برخه کې له عامو خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

امرالله صالح نن چهارشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) ویلي چې د امنیت تامین د حکومت له اساسي مسؤلیتونو څخه دی او په وینا یې په بېلابېلو برخو کې د حکومت رهبري د موجوده وضعیت په درک کولو سره له خپل دغه عمده او اساسي مسؤلیت څخه غافله نه ده.

خو نوموړي د دې ترڅنګ د امنیت د تامین په برخه کې له امنیتي بنسټونو سره د خلکو د همکارۍ زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې: "په ښاري بسونو او ټکسي موټرو کې د بم ایښودونکو عاملینو د نیولو برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو. کله چې کوم څوک ستاسو له څنګ څخه کښته کیږي، متوجه اوسئ چې بسته په سیټ او یا تر سیټ لاندې کښېنږدي."

امرالله صالح پر داسې مهال د امنیت د تامین برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې چې پرون سې شنبه د کابل ښار په دریمه ناحیه کې په دوو کاسټرو موټرو کې د چاودنو له امله د چارواکو په وینا ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال زیاته کړې چې په تیرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودنو مخه نیول شوې ده..

د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

تیره ورځ د کابل ګاونډ پروان ولایت کې هم د ملي امنیت پر منسوبینو د چسپکي ماین چاودنه کې درې تنه ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.