امریکا کې د 'وسله والو روباټیکو پولیسو' له استعمال سره مخالفت شوی

د امریکا کلیفورنیا ایالت د سن فرانسیسکو ښار شورا له هغه پلان سره مخالفت څرګند کړی چې له مخې یې پولیس کولای شي وسله وال روباټان وکاروي.

شورا د سه شنبې په ورځ دسمبر ۷ (لیندۍ ۱۶) دا مخالفت په داسې حال کې کړی چې څو ورځې وړاندې ددغې شورا له لوري د وسله والو روباټانو د ګومارلو د پلان تصویبېدل د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

د شورا غړو ویلي دا پلان یې د نورو څېړنو دپاره ځانګړې کمیټې ته لېږلی او ښايي په راتلونکي کې په مشخصو شرایطو کې د امنیت ساتنې دپاره د مسلحو روباټانو استعمال ته اجازه ورکړي.

د پولیسو ادارې ویلي، پلان نلري چې روباټانو ته وسلې ورکړي، بلکه ددې اجازه غواړي چې په داسې شرایطو کې چې د ډیرو خلکو ژوند ته خطر پېښ وي، د خطرناکو بریدګرو د قابو کولو او یا له پښو غورځولو دپاره په چاودېدونکو موادو سمبال روباټان وکاروي.

په سن فرانسیسکو کې تېره اونۍ د مسلح روباټیکو پولیسو د استعمال له تصویبېدو وروسته دغه ښار د بحثونو موضوع شوه. ډیرو منتقدینو وویل چې د روباټانو مسلح کول هغه څه ته ډېر نږدې دي چې یوازې په جنګي فلمونو کې لېدل کیږي.

که څه هم په امریکا کې پولیس روباټیکې ټکنالوژۍ ته تر ډېره لاسرسی لري، خو روباټان د شکمنو مجرمانو د مقابلې یا وژلو دپاره ندي کارول شوي.

د دوشنبې په ورځ د سن فرانسیسکو د ښاروالۍ مخې ته یو شمېر خلکو د وسله والو روباټیکو پولیسو د پلان په خلاف لاریون وکړ. لاریون کوونکو له ځان سره لوحې لېږدولې چې پرې لیکل شوي وو "دا یوازې په فلمونو کې وي... وژونکي روباټان نه منو".

د موضوع په اړه رایه ګیري د کلیفورنیا ایالت د هغه قانون له مخې شوې چې د پولیسو ادارې مکلفې ګڼي چې د مشخصو وسلو، بمونو او زغروه والو وسایطو د استعمالولو دپاره لومړی د تایید رایه تر لاسه کړي. ددغه قانون له مخې، د وسله والو روباټیک پولیسو د استعمال په اړه یوازې په سن فرانسیسکو او اوکلنډ کې بحثونه شوي دي.

د کلیفورنیا په اوکلنډ کې د پولیسو ادارې د عامه مخالفت له امله د وسله والو روباټیکو پولیسو د ګومارنې پلان لغو کړی او پر ځای یې داسې روباټان موظف کړي چې اوښکې بهوونکي ګاز لري.

د سن فرانسیسکو یو شمېر چارواکي د وسله والو روباټیکو پولیسو د ګومارلو ملاتړ کوي او ادعا کوي چې ددې پلان رد کېدل هیڅ توجیه نلري.

له دې سره سره، پولیس اجازه لري چې د جرمي پیښو د ځای د تلاشۍ دپاره روباټان وکاروي.