د پاکستان ټلویژن د پښتون غورځنګ غړې له دندې شړلې

د پښتون ژغورنې تحریک یوه فعاله غړي ثنا اعجاز د پاکستان دولتي ټلویژن د دندې گوښه کړیده او علت یې ورته دا ښودلی چې د چارواکو امر دی.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې تحریک د غړیو په ضد اقدامات دوام لري او وروستۍ قرباني یې ثنا اعجاز ده.

ثنا اعجاز امریکاغږ ته وویل چې د یوې میاشتې راهیسې ورته کار نه ورکول کیده او نن یعني د چارشنبې په ورځ هغې ته په کار کې وویل شول چې نوره دې نه راځي.

ثنا اعجاز وایي "ما ورنه پوښتنه وکړه چې اخیر ولې ما د کاره لیرې کوي، نو راته یې وویل چې ته د پښتون ژغورنې تحریک سره فعالیتونه کوی، ځکه مونږ ته د بره نه امر شویدی بې وسه دي، څه نشي کولی."

ثنا اعجاز د دندې نه د گوښه کیدو خبر په خپل ټویټر هم شریک کړ. هغې لیکلي

"چارواکو راته وویل چې هغوي د پښتون ژغورنې تح‏ریک سره زما د طرفدارۍ له کبله ما د کاره لیرې کوي. هغې ماته دا هم وویل چې بی وسه ده، د بره نه امر شویدی."

ثنا اعجاز د دوو کلونو راهیسې د پاکستان ټیلویژن د پیښور څانگې سره کار کاوه. هغه وایي چې دا لمړنې ځل ندی چې د خپلو حقونو د غوښتلو په بدل کې ورسره دا ډول چلند کیږي.

ثنا وایي چې د دې نه مخکې یې هم ډیر څه بایللي دي او اوس هم دیته تیاره ده چې د پښتون ژغورنې تح‏ریک سره خپل فعالیتونو ته د پخوا پشان دوام ورکړي.

د بنو پوهنتون په منظور پښتین بندیز

له بلې خو د بنو پوهنتون یوه اعلامیه خپره کړیده چې په پوهنتون کې یې د منظور پښتین په راتگ بندیز لگولی دی. په دی برسیره په دغه اعلامیې کې د منظور پښتین سمبولک خولۍ په سرولو هم بندیز لگول شویدی.

د منظور په خولۍ په ځینو نورو سیمو د مثال په توگه سوات او دیر کې هم بندیزونه لگول شویدي.

د تح‏ریک د غړیو په ضد دا اقدامات په داسې وخت کې کیږي چې منظور پښتین د نورو ملگرو سره کراچۍ ته تللی دی او هلته د یوې لوی احتجاجي غونډې تیاری کوي.

د کراچۍ غونډه به د شنبې په ورځ یعني د می په ١٣ وشي.