د سعودی عربستان ولیعهد د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره د چارشنبې په ورځ ملاقات کړیدی او د پاکستان د نوي حکومت سره یې ملاتړ څرگند کړیدی.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دغه ملاقات نه وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې د سعودي ولیعهد د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته د ملاقات بلنه ورکړې وه او دواړو مشرانو په دغه ملاقات کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړیدی.
Prince Mohammad Bin Salman expressed his strong optimism about success of Pakistan in defeating challenges at hand. Crown Prince also expressed his best wishes & support to the newly elected government. COAS thanked his highness for best wishes and support for Pakistan (2 of 2).
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) August 22, 2018
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان د نوي حکومت لپاره د نیکې هیلې څرگندې کړیدی او ویلي یې دي چې دغه حکومت د راپیښو مشکلاتو سره د مقابلې توان لري
د یادونې وړ ده د انتخاباتو گټلو نه وروسته د سعودي پاچا او ولیعهد دواړو عمران خان ته په ټلفون مبارکي هم ورکړې وه.
جنرال باجوه دا وخت د سعودي عربستان په دوره بوخت دی او حج یې هم کړیدی.