ولسمشر غني سعودي ته ولاړ

ولسمشر غني به له هلته له امریکايي چارواکو سره هم وویني

ولسمشر غني د تروریزم خلاف مبارزې په اړه په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ ( مۍ ۲۰) سعودي عربستان ته ولاړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال سعودي ته ځي چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په سعودي کې دی.

د ارګ اعلامیه وايي ښاغلی غني به دوه ورځې په سعودي کې وي او هلته به د "اسلامي-عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو" په غونډه کې ګډون کوي.

سعودي عربستان ((د کامیابي په اتحاد کې ده)) تر عنوان لاندې د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد غونډه جوړه کړې چې د نړۍ د ډېرو مسلمانو هېوادونو مشران په کې ګډون کوي. د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دغې غونډې افتخاري میلمه ده.

ارک نه دي ویلي چې ولسمشر غني به د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره هم غونډه کوي کنه. په دغې غونډې کې د افراطیت پر ضد د مسلمانو هېوادونو او امریکا د هڅو پر لا ښه والي خبرې کیږي.

کابل وايي افغانستان تر نورو ډېر د افراطیت او ترهګرۍ قرباني دی. ولسمشر غني په دغه برخه کې په سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او همکارۍ باندې ټېنکار کوي.

د ارک اعلامیه وايي چې ولسمشر غني به د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان بن عبدالعزیز ،د دغه هېواد ولیعهد او د غونډې له ګڼو نورو مشرانو سره هم وویني او خبرې وکړي.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي، د چارو ادارې مشرعبدالسلام رحیمي، په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمداکرم خپلواک او په عامه اړیکو او ستراتېژیکو ارتباطاتو کې د جمهوررئیس سترسلاکار شاه زمان میوندي مله دي.