سعودي یو ښځه په امریکا کې خپله سفیره وټاکله

شهزادگۍ ریما په د ٢٠١٨ کال په اکتوبر کې په ریاض کې د پانگونې په نړیوال کنفرانس کې د خبرو پر وخت

ریاض په یو تازه اقدام کې د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره یوه ښځه خپله سفیره وټاکله.

شهزادگۍ ریما بنت بندر بن سلطان لومړنۍ ښځه ده چې سعودي عربستان یې په یو داسې لوړ ديپلوماتیک پوست باندې ګماري.

سعودي عربستان د شنبې (فبروري ۲۳) په ورځ یو شاهي فرمان صادر کړ چې له مخې یې شهزادگۍ ریما بنت بندر په واشنگټن ډي سي کې د امریکا نوې سفیره شوه. هغه به د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ورور شهزاده خالد بن سلمان ځای ونیسي.

د شهزادگۍ ریما پلار شهزاده بندر بن سلطان هم د ١٩٨٣ نه تر ٢٠٠٥ پورې په امریکا کې د عربستان د سفیر په توگه دنده ترسره کړې وه.

شهزادګۍ ریما کله چې پلار یې په واشنګټن کې سفیر و په امریکا کې لوړې زده کړې کړې دي.

شهزادگۍ ریما د ٢٠١٨ کال په مارچ میاشت کې په واشنګټن ډي سي کې د اټلانټک کونسل غونډې ته د خپل هیواد د راتلونکو بدلونونو او اصلاحاتو په باب وینا هم کړې وه.

واشنګټن او ریاض ښې اړیکې لري. سعودي داسې مهال یوه ښځه خپله سفیره ټاکلې ده چې د ښځو د حقونو یو شمېر نړیوال سازمانونه د سعودي عربستان پر حکومت نیوکې کوي چې ښځو ته پوره حقوق نه ورکوي.

سعودي عربستان ښځو ته د یو شمیر لومړنیو حقونو د ورکولو په ترڅ کې څو میاشتې مخکې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.